ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې له بېځایه شوو ۳۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

غزني کې له بېځایه شوو ۳۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

author avatar
9 Oct 2019 - 15:27
غزني کې له بېځایه شوو ۳۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
author avatar
9 Oct 2019 - 15:27

غزني ښار (پژواک، ١٧ تله ٩٨): په غزني کې د وروستيو جګړو له امله له بېځايه شوو درې سوه کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.

د يادو مرستو د وېش پر مهال د غزني مرستيال والي محمد امين مُبلغ پژواک ته وويل چې په ځينو ولسواليو کې د پرله پسې جګړو له امله يو شمېر کورنۍ غزني ښار ته ور کډه شوې دي.

دى وايي: ((دغه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي، نه شي کولاى چې د کور کرايه ورکړي او يا هم خوراکي توکي ځانونو ته واخلي؛ نو ځکه مو نن ورسره مرستې وکړې.))

د هغه په وينا، تر اوسه دوى دغه ډول زر کورنۍ سروې کړې چې نن له درې سوه کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.

مُبلغ زياته کړه: ((که څه هم دغه مرستې د دوى مشکلات نه شي حل کولاى خو موږ هرې کورنۍ ته ١٢- ١٢زره افغانۍ ورکړې.))

دغه راز يوه مرسته اخيستونکي محمدانور پژواک ته وويل چې څو مياشتې وړاندې يې د کورنۍ سروې شوې وه او نن يې مرسته ترلاسه کړه.

ده وويل: ((زه د قره باغ  اوسېدونکى يم، هلته ډېر جنګونه وو، شپږ مياشتې مخکې ښار ته راغلو، څو ځلې مې کور سروې شوی او اېله نن يې راته دغه پيسې راکړې.))

همدارنګه يو بل مرسته اخيستونکى نعمت الله بيا وايي چې ډېرى وخت مرستې اړمنو کورنيو ته نه رسېږي.

هغه زياته کړه: ((تېر کال ډېرې مرستې راغلې خو ټولو هغو کسانو واخسيتې چې د دولتي چارواکو خپلوان وو.))

يو شمېر نورو مرسته اخيستونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې ژمی را روان دى، بايد ډېرې مرستې ورسره وشي.

د يادونې ده، د غزني له ١٨ څخه ١٤ ولسوالۍ له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي او ډېری اوسېدونکي یې نورو سيمو ته کډه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.