ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د ۲۶ ميليونه افغانيو په لګښت سوداګريز مارکېټ جوړ شو

لغمان کې د ۲۶ ميليونه افغانيو په لګښت سوداګريز مارکېټ جوړ شو

author avatar
9 Oct 2019 - 18:20
لغمان کې د ۲۶ ميليونه افغانيو په لګښت سوداګريز مارکېټ جوړ شو
author avatar
9 Oct 2019 - 18:20

مهترلام (پژواک، ۱۷ تله ۹۸): د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د څه باندې ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت نوی جوړ شوی سوداګریز مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه سوداګريز مارکېټ پرانيسته د تلې په ۱۷مه د لغمان والي، د مهترلام ښاروال او يو شمېر نورو مسوولينو له لوري وشوه.

د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د دغه مارکېټ د پرانيستې پر مهال چې د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې د ۲۶ ميليونه او ۶۵۵زره افغانيو په لګښت په درېیو پوړونو کې د یوه کال په موده کې پر دوه سوه متره مربع ځمکه جوړ شوی دی.

هغه وایي، یاد سوداګریز مارکېټ د تکاوۍ، څلور لویو سټورونو، ۱۱ کوچني دوکانونو، ۳ عصري تشنابونو، ۲ لویو صالونونو، د یو هوټل او د یوه کنفرانس حال درلودونکی دی.

الکوزي دغه راز پر خصوصي سکتور غږ وکړ چې دې ته ورته نور مارکېټونه هم تر کار لاندې دي او دوی کولای شي په مناسبه کرایه دغه سوداګریز مارکېټ کې سوداګرو ته د پانګې اچونې زمینه برابره کړي.

په ورته مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ خوښي وښوده چې د مهترلام ښار سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې دغه ډول عصري او ښکلې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپاري.

ننګ وویل، په دغه ولایت کې د انکشاف لړۍ په خورا چټکۍ سره روانه ده او ژر به لسګونه سترې او کوچنۍ پروژې نورې هم پیل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.