د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ګردېز کې د بهرنيو چارو رياست ته د زون په کچه ودانۍ جوړېږي

بيارغونه

ارشيف

ګردېز کې د بهرنيو چارو رياست ته د زون په کچه ودانۍ جوړېږي

Oct 09, 2019 - 16:16

ګردېز (پژواک، ۱۷ تله ۹۸): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د ٤٠ ميليونه افغانيو په لګښت د بهرنيو چارو رياست ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.

مسوولين وايي چې ياده درې پووړيزه ودانۍ به د يونيم کال په موده کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په پکتيا کې د بهرنيو چارو رييس فريد ماليزي د تلې په ١٧مه خبريالانو ته وويل چې اداره يې اوس مهال د بېلابېلو سندونو د ثبت او د زون په نورو ولايتونو کې له فعالو بهرنيو موسـسو او ادارو سره د همغږي چارې ترسره کوي.

ماليزي پژواک ته وويل چې د دې ودانۍ له جوړېدو سره به يې د خپل ځای د نه شتون لويه ستونزه حل او د خدمتونو کيفيت به هم ښه شي.

ده زياته کړه: ((کوم خدمات چې زموږ په اختيار کې نه دي، موږ له خپل وزارته بار، بار غوښتنې کړې دي، انشاالله هغه خدمتونه چې مخکې دلته نه ترسره کېدل، له دې وروسته به کرار، کرار زياتېږي.))

د ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځی په پکتيا کې د بهرنيو چارو رياست فعاليتونه خورا کم بولي او ټينګار کوي چې په ګردېز کې بايد د ځينو هېوادونو قونسلګريو پرانيستلو او د ويزو اخيستو لپاره اسانتياوې برابرې شي.

ځاځی وايي: ((د پکتياوالو لپاره بايد ټول لازم خدمتونه وړاندې شي، که د دې سيمې خلک ګاونډيو او ځينو نورو هېوادونو ته د ناروغيو، تجارت يا نورو ضرورتونو پر اساس سفر کوي، نو بايد د دوی لپاره په ګردېز کې قونسلګرۍ خلاصې شي.))

دغه راز د پکتيا والي شميم خان کټوازی هم مني چې په پکتيا او د ورڅېرمه ولايتونو لپاره د بهرنيو چارو رياست فعاليتونه او خدمات کافي نه دي، خو زياتوي چې د دې خدمتونو د ښه والي او زياتوالي لپاره يې له اړوند وزارت سره غوښتنې او وړانديزونه شريک کړي دي.

کټوازی وايي، په ګردېز کې د پاکستان او هند قونسلګريو پرانيستلو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((موږ د پکتياوالو دا غوښتنه چې بايد لږ تر لږه دلته د پاکستان او هند قونسلګرۍ ولرو چې د دې خلکو زيات سروکار ورسره دی، له بهرنيو چارو وزارت او شخص رييس جمهور سره شريکه کړې ده.))

د پکتيا ګڼ شمېر اوسېدونکي په ګاونډي پاکستان کې کډوال دي او همدارنګه زرګونه نور يې د کاروبار يا درملنې په موخه پاکستان او هند ته تګ راتګ کوي.

همدارنګه د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو زرګونه اوسېدونکي پر يادو دوو هېوادونو سربېره سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو کې مسافر دي چې د ويزو اخيستو او نورو چارو لپاره په پلازمېنه کابل کې پرې ډېر وخت لګېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement