ترینکوټ (پژواک، ۱۸ تله ۹۸): د اروزګان د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يواځې درې سلنه نجونې زده کړو ته لاسرسى لري.
دغه څرګندونې د اروزګان د پوهنې رييس ميرزا محمد سالارزي د تلې په ١٨مه د نجونو نړيوالې ورځې نمانځلو په غونډه کې وکړې.
هغه وويل چې سږ کال په ټوله نړۍ کې د نجونو ورځ زده کړو ته د نجونو د لاسرسي تر نامه لاندې نمانځل کېږي.
ده زياته کړه چې په دغه ولايت کې يواځې درې سلنه نجونو زده کړو ته لاسرسى لري چې د اندېښنې وړ دى.
سالارزي وویل، په ټول ولایت کې ٦٤زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي چې له ۱۲ سلنه يې نجونې دي.
په دې غونډه کې د اروزګان مرستیال والي سید سادات ناصري بيا له کورنيو غوښتنه وکړه چې پر خپلو لوڼو هم زده کړې وکړي.
ده وويل: ((دا ډېر خواشينوونکى دى چې يواځې درې سلنه نجوني ښوونځيو ته ځي، په دې اړه بايد خلکو ته عامه پوهاوى وشي او خلک هم بايد همکاري وکړي.))
بل لور ته د مرکز ترينکوټ د ملالۍ لېسې زده کوونکې لېمې پژواک ته وويل، کلتوري محدوديتونه د دې لامل شوي چې خلک پر خپلو لوڼو زده کړې نه کوي.
هغې وويل: ((دلته چې کومه نجلۍ درس و وايي بيا خلک ورته په ښه سترګه نه ګوري.))
د يادونې ده، د اروزګان ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم نجونې له زده کړو څخه بې برخي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن