ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“لغمان کې دولتي ځواکونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده”

“لغمان کې دولتي ځواکونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده”

author avatar
10 Oct 2019 - 14:33
“لغمان کې دولتي ځواکونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده”
author avatar
10 Oct 2019 - 14:33

جلال اباد (پژواک، ۱۸ تله ۹۸): د لغمان ولايتي شورا او د الينګار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، حکومت پلوه ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او دغه راز يو کس يې ژوندی له ځان سره بيولى دی.

دوی چې د وژل شوو کسانو مړي يې نن (د تلې په ۱۸مه) سهار د ولايت مقام مخې ته ور وړي وو، د پېښې عاملينو ته د سزا او د نيول شوي کس د خلاصون غوښتنه کوله.

د لغمان ولايتي شورا بيا وايي چې په دغه ولايت کې د ځانګړو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې د بې ګناه وګړو مرګ ژوبله زياته شوې خو ولايتي اداره يې پر وړاندې هېڅ ګام نه پورته کوي.

د سيمې يو قومي مشر ملک شريف الله چې د اعتراض په بڼه د وژل شوو کسانو له جسدونو سره راغلی و، پژواک ته وويل، دوه شپې مخکې حکومتي ځواکونو د الینګار د سنګره درې په میاګانو کلي عملیات کړي دي.

هغه زياته کړه: ((بېګا شپه دغه ځواکونه بېرته راستنېدل چې په قلعه ټک کې یې پر دوو کورونو چاپه وهلې ده؛ له یو کوره دوه او له بل کوره یې یو کس وژلی او د یو کور درې کسان یې زخمیان کړي هم دي او یو یې ژوندی وړی دی.))

نوموړی وايي په وژل شوو کې دوه کسان ‌‌‌موټر چلوونکي وو، دوه نور وژل شوي او درې ټپيان هم د يوې کورنۍ غړي دي.

د لغمان ولایتي شورا مرستیال عبدالعزیز هم پژواک ته وویل چې وژل شوي درې واړه ملکیان دي او حکومت باید دغسې عملیات بند کړي.

دی وايي: ((حکومت بايد د شپنيو عملياتو پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي، په لغمان کې دا اوله پېښه نه ده، له دې مخکې هم څو واقعې شوې وې، موږ په ځلونو له ولايتي ادارې غوښتي چې دغه عمليات بايد بند شي، خو زموږ غږ نه دی اورېدل شوی.))

چارواکي وايي، تېره شپه ځانګړو ځواکونو د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې عملیات کړي چې درې ملکي وګړي یې وژلي دي.

یوې حکومتي سرچینې هم د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وویل چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د الینګار په قلعه ټک سیمه کې عملیات کړي، درې ملکیان يې وژلي او درې نور يې ټپیان کړي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي بيا پژواک ته وویل چې په عملیاتږ ګې د وسله والو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده وويل چې د همدې موضوع د څېړنې لپاره پلټونکی پلاوی سیمې ته لېږل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.