کابل (پژواک،۱۸ تله ۹۸): ملي امنیت ریاست په پاکستان کې د طالب مشرانو ترمنځ د اختلاف خبر ورکوي او وايي چې د پاکستان په خاوره کې د ملا عبدالغني برادر پر کور په برید کې دوه کسان وژل شوي دي.
دغه څرګندونې نن د ملي امنیت ریاست یوه مهم چارواکي له رسنیو سره شریکې کړې.
هغه وویل، نن (پنجشنبې) ۷:۳۰ بجې په پاکستان کې د ملا عبدالغني برادر پر کور د برید له امله د ملا عبدالغني برادر د یوه ساتونکي په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
سرچینه وايي چې د دویم وژل شوي کس هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی.
هغه زیاته کړه، دغه برید د ذاکر قیوم د دوو کسانو (حکمت الله او عصمت الله) له خوا ترسره شوی دی.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن