د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې ۵۱ سلنه لوستو ښځو ته دندې نه پیدا کېږي

ننګرهار کې ۵۱ سلنه لوستو ښځو ته دندې نه پیدا کېږي

Oct 10, 2019 - 15:01

جلال اباد (پژواک ۱۸ تله ۹۸): د ننګرهار د ښځو چارو رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ۵۱ سلنه لوستې مېرمنې دندو ته لاسرسی نه لري چې له امله يې له زده کړو سره د نجونو لېوالتیا کمېدو اندېښنه رامنځته شوې ده.

د دندو په لټه لوستې مېرمنې شکايت کوي چې د ننګرهار په سختو امنيتي، کلتوري او اقتصادي ستونزو کې يې زده کړې وکړې خو حکومت ورته د دندو لپاره هېڅ زمينه برابره کړې نه ده.

بلخوا د ښځو د حقونو فعالانې اندېښنه لري که وضعيت همداسې دوام وکړي ښايي راتلونکي کې کورنۍ خپلې لوڼې زده کړو ته پرې نه ږدي.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې فتانې عزيز پژواک اژانس ته وويل، د دوی د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې ۵۱ سلنه لوستې مېرمنې دندو او کار ته لاسرسی نه لري او بې روزګاره دي.

هغې زياته کړه: ((ښځو چارو رياست په دې اړه د ننګرهار د مخکښو ميرمنو د ټولنې په همکارۍ يوه سروې کړې چې په کې په ډاګه شوې ننګرهار کې له هرو لسو لوستو مېرمنو پنځه يې دنده نه لري.))

د نوموړې د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي چې دغو مېرمنو ته د کار موندنې د فرصتونو اعلانات پر وخت ورسوي او دغه راز په اداري اصلاحاتو کمېسيون او اړوندو ادارو هم فشار راوړي چې تر نارينه و، مېرمنو ته لومړيتوب ورکړي.

د مېرمن عزيز په وينا، د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې هم په هره کاري ازموينه کې مېرمنو ته پنځه نومرې زياتې ورکول کېږي چې تمه شته دا چاره هم مېرمنو ته د دندو په پيدا کېدو کې ګټوره تمامه شي.

لوستې مېرمنې وايي، په ډېرو سختو شرايطو کې يې زده کړې کړې دي، خو اوس کلونه کېږي چې له زده کړو فارغې دي او بې دندو ګرځي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکې سلګۍ يو له هغو لوستو نجونو ده چې هم يې دارالمعلمين لوستى او هم يې قابلګي خو له تېرو شپږو کلونو راهيسې د دندې په لټه کې ده او دنده ورته نه پيدا کېږي.

هغې وويل: ((په ډېرو سختو شرايطو کې مې زده کړې وکړې، امنيتي مشکلات يو خوا، د کور اقتصادي مشکلات بلخوا، د کور کلي د خلکو خبرې دا هر څه مې وزغمل؛ ۱۴ پاس شوم، دنده مې پيدا نه کړه، بيا مې عالي قابلګي ولوسته، خو تر اوسه مې دنده نه ده پيدا کړې.))

مسکا له دوولسم فارغه ده، نوموړې وايي، که دنده ورته پيدا نه شي نو کورنۍ يې دومره اقتصادي توان نه لري چې پوهنتون پرې ولولي او ښايي زده کړې يې نيمګړې پاتې شي.

فرشته نوري د ننګرهار عالي دارالمعلمين د رياضي له څانګې درې کاله وړاندې فارغه شوې ده، خو تر اوسه ورته هېڅ دنده نه ده پيدا شوې.

هغه وايي: ((هرې ادارې ته چې ځم مثبت ځواب نه راکوي، ډېرو کې مې امتحان ورکړی، زموږ له حکومت دا غوښتنه ده چې په اداراتو کې ښځو او نارينه مامورينو ته يو شان ونډه ورکړي.))

د ښځو د حقونو مدافعين اندېښمن دي که وضعت همداسې دوام وکړي نو ښايي راتلونکي کې څوک خپلې لوڼې زده کړو ته پرې نه ږدي.

په ننګرهار کې د افغان ښځو شبکې يو غړی رحمت الله رحمتي وايي، وروسته له هغه چې په ننګرهار کې د نړيوالو موسساتو فعاليتونه کمرنګه شوي، ورسره د مېرمنو د بې روزګارۍ کچه هم لوړه شوې ده.

دی وايي، حکومت بايد د ښځو د دندو پيدا کېدو په خاطر د ښځو لپاره ځانګړې پروژې رامنځته کړي چې له يوې خوا د کورنيو اقتصادي پرمختګ وشي او له بلې خوا مېرمنې په دندو بوختې شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکو ويلي وو چې په دغه ولايت کې د ښځو په ګډون د شاوخوا پنځه زره ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement