ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د اريانا افغان هوايي شرکت پر پياوړتيا ټينګار وکړ

ولسمشر غني د اريانا افغان هوايي شرکت پر پياوړتيا ټينګار وکړ

author avatar
10 Oct 2019 - 17:29
ولسمشر غني د اريانا افغان هوايي شرکت پر پياوړتيا ټينګار وکړ
author avatar
10 Oct 2019 - 17:29

کابل (پژواک، ١٨ تله ٩٨): ولسمشر غني د اريانا افغان هوايي شرکت پر پياوړتيا ټينګار کړى او ويلي يې دي چې په دې شرکت کې د هر ډول مداخلې په صورت کې دې متخلفين عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن ماسپښين د اریانا افغان هوايي شرکت له مسوولینو سره په کتنه کې په دغه شرکت کې د مالي، اداري، بشري، تخنیکي، عملیاتي او سوداګریزو چارو د معیاري کولو په خاطر د اساسي اصلاحاتو د تطبیق د څرنګوالي راپور واورېد.

سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې د اریانا افغان هوايي شرکت رئیس وویل، د مصارفو څرنګوالی یې ارزولی او فعلاً د اریانا افغان هوايي شرکت د خپل زیان کچه له ۹ څخه ۳ سلنې ته راټیټه کړې ده.

هغه زیاته کړه، دغه شرکت د مجربو ځوانانو د جذبولو په موخه له کابل پوهنتون سره تفاهم لیک لاسلیک کړی چې له استخدام وروسته به د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په خاطر بهر ته واستول شي.

غني په دې اړه وویل، تحرک رامنځته شوی، خو سرعت کم دی.

د ده په وينا، د باختر شرکت د احیا کولو او د اریانا افغان هوايي شرکت د پیاوړتیا په برخه کې دې منظم پلانونه ترتیب او په هرو دوه اوونیو کې دې د پرمختګ راپور وړاندې شي.

ولسمشر څرګنده کړه، د هر ډول مداخلې په صورت کې دې چې د اصلاحاتو پروسه زیانمنوي، متخلفین عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.