کابل (پژواک، ۱۸ تله ۹۸): د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې په جنوبي سالنګ کې د یوې پایې الوځولو له امله پرې شوې برېښنا نن غرمه بېرته ونښلول شوه.
د پروان د برېښنا شرکت د حوزې رییس محمد ناصر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې پایې الوځولو له امله د کابل په ګډون د ۱۱ ولایتونو برېښنا پرې شوې وه او نن غرمه ۱۲:۳۰ بجې بېرته وصل شوه.
هغه زیاته کړه، د برېښنا د یادې پایې له لارې ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا کابل او ۱۱ نورو ولایتونو ته انتقالېده چې د وسله والو کسانو له خوا پر چاودېدونکو توکو الوځول شوې وه.
هغه روښانه کړه چې تر راتلونکو لسو ورځو به الوځول شوې پایه ترمیم شي او د انرژۍ د زېرمه کېدو په موخه به هره ورځ له دوو تر درېیو ساعتونو د برېښنا پرچاوي موجوده وي.
نوموړي د پروان له امنیتي سرتېرو وغوښتل چې د یادې پایې امنیت وساتي؛ ځکه که په ژمي کې تخریب شي بیارغونه به یې ستونزمنه وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن