کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٨): د فېروزکوه- چغچران سړک د دویم فاز او د بامیان- میدان وردک سړک د کاري پرمختګ څرنګوالی وارزول شو.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينه زياتوي، د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د فېروزکوه - چغچران سړک د دویم فاز او د بامیان-میدان وردک سړک د کاري پرمختګ د څرنګوالي د ارزولو په موخه غونډه جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دغه غونډه کې چې نن مازدیګر په ارګ کې وشوه، په پیل کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت مسوولینو د یادو سړکونو د کاري پرمختګ، ستونزو او موجوده ننګونو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته د کاري پرمختګ جریان د قناعت وړ ونه باله او د موجوده ستونزو د بېړني حل په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د یادو سړکونو د استملاک ستونزې حل دې چټک او د وزارت په کاري لومړیتوب کې راشي. هغه زیاته کړه، د ټولو هغو موضوعاتو د حل لپاره دې چې د کاري بهیر د ځنډ لامل ګرځېدلي، عاجلې حل لارې په پام کې ونیول شي.
د غونډې په پای کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت پر وخت د رامنځ شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د دغو سړکونو د کاري بهیر چټکتیا به د یاد وزارت کاري لومړيتوبونو کې راشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن