ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالانو په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته اعتراضيه ناسته ترسره کړه

مدني فعالانو په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته اعتراضيه ناسته ترسره کړه

author avatar
11 Oct 2019 - 14:33
مدني فعالانو په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته اعتراضيه ناسته ترسره کړه
author avatar
11 Oct 2019 - 14:33

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۹۸): کابل کې مدني فعالانو په پېښور کې له افغان مارکېټ څخه د پاکستان له خوا د افغانستان د بيرغ راکوزول افغانانو ته سپکاوی وباله او وايي، پاکستان بايد بيرغ بېرته اوچت کړي او بښنه وغواړي.

افغان مارکېټ چې د کوزې پښتونخوا پېښور په فردوس سيمه کې دی او دا مهال په کې لسګونه دوکانونه جوړ شوي دي. د راپورونو له مخې، شوکت کشميري دعوه کړې وه چې دا مارکېټ د ده دی.

د پېښور ايالتي پوليسو د تلې په ۱۶مه له افغان مارکېټ د افغانستان ملي بيرغ کښته کړی و، خو د تلې په ۱۷مه بېرته دغه بيرغ د افغان سفير له خوا پورته شو.

هغه ويلي چې په پېښور کې "افغان ملي بانک" يا افغان مارکېټ د افغان حکومت ملکيت دی، چې پاکستاني پوليسو او حکومتي چارواکو يې په دې وروستيو کې د غصبولو هڅه وکړه.

په اسلام اباد کې افغان سفير ويلي و، که له مارکېټ نه بيرغ بيا ښکته کړای شي، دوی به په پېښور کې د احتجاج په توګه خپله قونسلګري وتړي.

خو په اسلام اباد کې افغان سفارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل چې د پاکستان ايالتي حکومت پوليسو تېره شپه ناوخته يو ځل بيا پرته له دې چې افغان سفارت په جريان کې کړي، په نوموړي مارکېټ چاپه اچولې او د افغانستان بيرغ يې ښکته کړ. سفارت دغه کار په کلکو ټکو غندلی، د ديپلوماټيکو او د ښه ګاونډيتوب د اصولو خلاف يې بللی او پر غبرګون کې يې په پېښور کې افغان جنرال قونسلګري وتړله.

نن په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته لسګونو مدني فعالانو د پاکستان د ايالتي حکومت دغه کار وغانده او له افغان مارکېټ څخه يې د بيرغ راکوزول د افغانانو سپکاوی وباله.

د يادې اعتراضي ناستې په استازيتوب د افغانستان د ملي ګټو د ملاتړې ډلې مشر فريد سيلاني وويل، په پېښور کې دغه مارکېټ د افغانستان ملکيت دی، له لسګونو کلونو راهيسې يې ټکس ورکړی او پاکستان حق نه لري پر افغان ملکيت دعوی وکړي.

هغه وويل: "موږ د پاکستان دغه غير ديپلوماټيک او سپک عمل په کلکو ټکو غندو، پاکستان حق نه لري زموږ له ملکيت څخه زموږ ملي بيرغ راکوز کړي."

د افغانستان د پرمختګ شبکې غړي محمد اصف اکبري وويل: "افغان مارکېټ زموږ ملکيت دی، پاکستانه! که هر څومره قيودات هم وارد کړې، اجازه نه درکوو؛ دا زموږ ځمکه ده، دا زموږ ملکيت دی."

دی زياتوي، پاکستان په ناقانونه توګه په تورخم کې سرحدي پوله جوړه کړې، ډيورنډ فرضي کرښه پوله بلي؛ خو دا د افغانانو لپاره په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.

دوی له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان د ملي ګټو او ملي هويت درناوی وکړي او د يادې کړنې له امله دې له افغانستان څخه رسمي بښنه وغواړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.