ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ له طالبانو پاکه شوه

دفاع وزارت: د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ له طالبانو پاکه شوه

author avatar
12 Oct 2019 - 11:49
دفاع وزارت: د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ له طالبانو پاکه شوه
author avatar
12 Oct 2019 - 11:49

کندوز (پژواک، ٢٠ تله ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې ملي امنيتي ځواکونو په کندوز کې د يرغليزو عملياتو په ترڅ کې د دشت ارچي ولسوالۍ له طالبانو پاکه کړې ده.

د ياد وزارت له خوا د تلې په ٢٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه یوه نیمه بجه د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ د مرکز شاوخوا او د دې ولسوالۍ ځينې نورې سیمې د طالبانو له شتونه په بشپړه توګه پاکې کړې او اوس مهال دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده.

سرچينې زياته کړې چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو لوی پټنځایونه له منځه وړل شوي او دې ډلې ته درانه تلفات رسېدلي دي.

د ملي دفاع وزارت ويلي، دفاعي او ملي امنیتي ځواکونه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو د پاکېدو لپاره جدي هڅو ته دوام ورکوي او خپلو عملیاتو به نور هم چټک کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له شپږو میاشتو راهیسې په غزني، بدخشان، کندز، تخار او فاریاب ولایتونو کې ۱۲ ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو له کنټروله آزادې شوې دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ له تېرې يوې مياشتې راهيسې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې وه.

بلخوا په کندوز ولايت کې د ملي اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دولتي ځواکونو نن سهار د دشت ولسوالۍ مرکز نيولى دى.

سرچينې زياته کړې چې د ګډو امنيتي ځواکونو له خوا په ګډو عملياتو کې ولسوالۍ نيول شوې او وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.