فراه (پژواك، ٢٠ تله ٩٨): د فراه امنيه قومانداني د دغه ولايت د خاک سفېد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال ملا باري چې پر حاجي عبدالحميد مشهور و، د وژل کېدو خبر ورکوي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند مُحب الله محب وويل چې ملا باري له خپلو دوو ملګرو (مولوي عبدالقيوم اغا او حاجي ولي) سره تېره شپه په د بالابلوک ولسوالۍ په دولت اباد کلي کې په هوايي بريد کې وژل شوى دى.
هغه ادعا وکړه چې حاجي ولي د نشه يي توکو قاچاق وړونکى و. د هغه په خبره چې د یادو کسانو موټر هم له منځه وړل شوى دى.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وويل، ياد درې کسان په هوايي بريد کې وژل شوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن