ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېښنايي خدماتو انلاین سيسټم  کې تراوسه ٥٠ سلنه لوړ ماليه ورکوونکي ثبت شوي

د برېښنايي خدماتو انلاین سيسټم کې تراوسه ٥٠ سلنه لوړ ماليه ورکوونکي ثبت شوي

author avatar
13 Oct 2019 - 18:43
د برېښنايي خدماتو انلاین سيسټم  کې تراوسه ٥٠ سلنه لوړ ماليه ورکوونکي ثبت شوي
author avatar
13 Oct 2019 - 18:43

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): د ماليې وزارت وايي، په وروستيو کې د ماليه ورکولو د ثبت او ماليې سنجونې سيسټم پر ليکه شوی او تردې مهاله ۵۰ سلنه لوړ ماليه ورکوونکي په کې ثبت شوي دي.

د ماليې وزارت د عوايدو او ګمرکونو معينيت د عوايدو رياست مشرې امنې احمدي پژواک خبري اژانس سره په مرکې کې وويل چې دغه رياست د ماليه ورکوونکو وخت د ضايع کېدو، د رخصتيو په  ورځو کې د ماليه ورکوونکو له کېدونکې جريمې، د مالياتي ادارو د ځينو مامورينو د ناسم چلند، د ماليه ورکوونکي د مالياتي پاڼو د ورکېدو او د مالي فساد د مخنيوي په موخه د (E-Filling) د برېښنايي خدماتو په نوم انلاین سيسټم جوړ کړی دی.

د دې په وينا، د دې برېښنايي خدماتو انلاین سيسټم له لارې ماليه ورکوونکي خپله "اظهار ليک" ډک کوي، په برېښنايي ډول يې دوی ته را استوي او دغه کار د دې لامل کېږي چې ماليات په خپل وخت او منظم ډول راټول شي.

احمدي زياتوي: "اظهارليک يوه فورمه ده چې ماليه ورکوونکي يې له مالياتي ادارو اخلي، خپله خالصه ګټه تر عوايدو او لګښت وروسته سنجش کوي او له مخې يې ماليه ورکوي."

هغې زياته کړه: "دغه انلاین سيسټم له ماليه ورکونکي سره دا مرسته کوي چې ماليه ورکوونکی د کال له پيل نه تر پای پورې يواځې د خپلو ټولو فروشاتو ارقام سيسټم ته داخلوي، وروسته خپل مصارفات هم سيسټم ته داخلوي او دغه سيسټم ورته ماليه او که جريمه شوى وي، د جريمې مقدار او ورځې ورته په خپله سنجوي."

احمدي وايي: "له دغه انلاین سيسټم څخه د سرطان مياشتې په ۱۸مه، د کابېنې د مصوبې تر صادرېدوروسته ګټه اخيستنه پيل شوې او تردې مهال شاوخوا پنځوس سلنه لوړ ماليه ورکوونکي ثبت او په انلاين ډول خپل اظهار ليکونه موږ ته را استولی شي."

د هغې د معلوماتو له مخې، بانکونه، مخابراتي کمپنۍ، دولتي تصدۍ، د بېمې شرکتونه، استخراجي کمپنۍ او امنيتي شرکتونه له لوړو ماليه ورکوونکو څخه دي. همدا راز، په افغانستان کې کابو ۸۰۰ لوړ ماليه ورکوونکي بنسټونه ثبت شوي دي.

دا زياتوي، راتلونکی کال دوی په پام کې لري چې ماليه ورکوونکي خپلې پيسې هم په انلاين ډول تحويل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.