جلال اباد (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): د ننګرهار يو شمېر مدني فعالانو د ولسي جرګې د هغه اقدام غندنه وکړه چې د سرتېرو په مقابل کې يې دوه شپې وړاندې د شپې په يوولسو بجو بېړنۍ غونډه رابللې وه.
دوی دغه راز پر امنيتي سرتېرو غږ وکړ چې خلک يې تر شا ولاړ دي او د هېڅ زورواکي پر وړاندې دې د تورو ښيښو سپينولو کمپاين نه بندوي.
د تېرې جمعې ورځې په ماښام د کابل د څرخي پله د تالاشۍ په پوسته کې، وروسته له هغه د ولسي جرګې د يو شمېر وکيلانو او پوليسو تر منځ لانجه وشوه چې سرتېرو د ولسي جرګې د يوه وکيل د موټر تورې ښيښې سپينولې، خو هغوی اجازه ورنه کړه.
له همدغې موضوع وروسته د شپې په يوولسو بجو د ولسي جرګې اکثريت غړو بېړنۍ غونډه وکړه او د دغه کار په اړه يې د کورنيو چارو له وزيره وضاحت وغوښت.
خو يادې چارې په ټولنيزو شبکو کې د امنيتي ځواکونو پراخ ملاتړ او د ولسي جرګې د وکيلانو خلاف پراخ نظرونه را پيدا کړل.
د يادو غبرګونونو له ډلې د تلې په ۲۱مه د ننګرهار يو شمېر مدني فعالان د جلال اباد ښار پښتونستان واټ ته ورټول شوي وو او د امنيتي ځواکونو په ملاتړ يې شعارونه ورکړل.
دوی دغه راز د ولسي جرګې دغه اقدام وغانده او هغوی يې په قانون ماتولو تورن کړل.
مدني فعال حيات الله حميدي وويل، ځکه راټول شوي چې د خپلو امنيتي سرتېرو ملاتړ وکړي او د ولسي جرګې وکيلانو ته وښيي چې د سرتېرو پر وړاندې د هېچا غير قانوني اقدام ملت ته د منلو وړ نه دی.
بل مدني فعال شکيب شريفزي وويل، د همدغو امنيتي سرتېرو قرباني ده چې د ولسي جرګې وکيلان د شپې په ارامه خوبونه کوي، چکرونه وهي او پارلمان کې غونډې کوي؛ خو د دې پرځای چې وکيلان يې ملاتړ وکړي، پر وړاندې يې دسيسي جوړوي.
دغه راز يوه بل مدني فعال رييس خان غرني غوښتنه وکړه چې د ولسي جرګې د استازو دغه ناقانونه کړنه دې د يوې باصلاحيته محکمې له لوري وڅېړل شي او هغه وکيلان چې پړ پېژندل کېږي، قانوني چلند دې ورسره وشي.
خو د ولسي جرګې يو شمېر وکيلان وايي، دوی قضايي مصوونيت لري او د پوليسو له لوري د دوی د موټرو تالاشي کول او د ښيښو سپينول د ځان پر وړاندې سپکاوی ګڼي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن