ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان له خواد افغانستان دانارو پر صادراتو زيات محصول بڼوال اندېښمن کړي

د پاکستان له خواد افغانستان دانارو پر صادراتو زيات محصول بڼوال اندېښمن کړي

author avatar
13 Oct 2019 - 18:29
د پاکستان له خواد افغانستان دانارو پر صادراتو زيات محصول بڼوال اندېښمن کړي
author avatar
13 Oct 2019 - 18:29

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): د افغانستان د نوي څپرکي ټولنې مسوولين وایي چې پاکستان د انارو پر صادراتو مالياتي محصول درې برابره لوړ کړى چې د بڼوالو لپاره يوه لويه اندېښنه ده.

د دغې ټولنې مشر عبدالنصیر رشتیا د تلې په ٢١مه کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې پاکستان سږ کال د افغانستان د انارو پر صادراتو محصول ډېر لوړ کړى دى.

د ده د معلوماتو له مخې، پخوا به د هر موټر پر سر درې سوه زره کلدارې ټکس اخيستل کېده، خو اوس د پاکستان له خوا دغه ټکس درې برابره لوړ شوی دی.

نوموړي اندېښنه وښوده چې افغانستان سړخونې نه لري او بڼوال نه شي کولاى چې تر ډېره وخته پورې خپل حاصلات وساتي، نو بايد ټکس لوړ نه وي ترڅو ژر بازار ته عرضه شي.

د هغه په وينا، د پاکستان د همدې کار له امله په افغانستان کې د انارو بڼوال او سوداګر ډېر زيانمن شوي او دغه ستونزه بايد هرڅه ژر هواره شي.

دغه راز په دغه خبري ناسته کې د صنعت او پانګونې شورا اجراييوي رییس محمد شبیر بشري وویل چې دولت باید د هېواد بزګرانو او حاصلاتو ته يې جدي پاملرنه وکړي، ترڅو بې ځايه زيانمن نه شي.

د يادونې ده چې د يادې ستونزې په اړه د کندهار والي پرون له پاکستاني پلاوي سره خبرې کړې او پلاوي ژمنه ورکړه چې دغه ستونزه به د حل په موخه له اړوندو چارواکو سره شريکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.