ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجددي: ځينې ټاکنيز ټيمونه هڅه کوي د ټاکنو مشروعیت وننګوي

مجددي: ځينې ټاکنيز ټيمونه هڅه کوي د ټاکنو مشروعیت وننګوي

author avatar
13 Oct 2019 - 16:54
مجددي: ځينې ټاکنيز ټيمونه هڅه کوي د ټاکنو مشروعیت وننګوي
author avatar
13 Oct 2019 - 16:54

کابل (پژواک، ٢١ تله ٩٨) : د افغانستان د نجات ملي جبهې له ټولو ټاکنيزو ټيمونو وغوښتل چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له رسمي اعلان څخه مخکې دې د پايلو په اړه له اټکليزو اعلانونو ډډه وکړي.

دغه څرګندونې د افغانستان د نجات ملي جبهې مشر ډاکتر ذبيح الله مجددي د تلې په ٢١مه، په کابل کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وکړې.

هغه په دغه کنفرانس کې د افغانستان د وروستيو حالاتو، سولې پروسې او ولسمشرۍ ټاکنو په اړه خبرې وکړې.

مجددي وويل، ولس او ملت پر دې باور دی چې د جمهوریت بقا د سولې تحقق او د هېواد راتلونکې ښېرازي تضمينوي، خو د جمهوريت تضمين بيا یوازې او یوازې په عادلانه او سراسري ټاکنو کې پروت دی .

ده زياته کړه : ((نن موږ د جمهوریت د تضمین او تأمین په موخه دغه ملي بهیر طی کړی او په اوسپنیز هوډ له هر ډول ننګونو سره سره مخ پر وړاندې روان يو. موږ باور لرو چې دعادلانه ټاکنو پر مټ د جمهوریت ساتنه به مو د سولې دتحقق او له بحرانه ددغه مسلمان ملت او مملکت رایستل یقینیي کړي . ))

د نجات ملي جبهې  مشر وويل، داچې په هېواد کې دا ځل د ټاکنو څلورمه تجربه وه او نسبتا بریالۍ تجربه وه چې دامنیت او د رأیه ورکولو مراکز په کې د تېر په نسبت په منظم ډول پرانیستل شول او خلکو په خپله خوښه دخپل کاندید په ګټه رایه وکاروله .

د هغه په وينا، په ټوله نړۍ کې معمولا د نتایجوو تر اعلان دمخه د کاندیدانو ترمنځ د بري اټکلونه کیږي ، خو دا اټکلونه يوازې د کاندیدانو په شخصي نظرونو او توجیهاتو پورې محدود وي، ځکه رسمي نظر او پايله دکمېسیون له خوا اعلانیږي چې تر اوسه لا کمېسیون رسما د کوم کاندید بری نه دی اعلان کړی او ټول ملت یی پرېکړې ته منتظر دی.

مجددي وويل، يوشمېر ټاکنيز ټيمونه هڅه کوي په خپلو ناسمو ادعاوو سره دپایلو داعلان ترمخه ستونزې رامنځته کړي او د ټاکنو مشروعیت وننګوي .

دى وايي : (( موږ ددې لپاره چې هېواد دبحران خواته ولاړ نه شي او دهېواد دښمنانو ته فرصت مساعد نه شي، ترڅو د ټاکنو د پایلو په جنجالي کولو سره د ملت اراده ماته او دښمن شومې موخې ته ورسیږي نو د ټولو هغو څرګندونو سره مخالف یوو چې کاندیدان يې د خپل بري په اړه په نارسمي توګه کوي . ))

مجددي پر ټولو سيالو ټيمونو غږ وکړ چې د ټاکنو کمېسیون له خوا دپایلو رسمي اعلان ته دې انتظار وکړي او وار له مخه دې په اټکلونو او نادرستو معلوماتو دټاکنو پایلې نه جنجالي کوي.

هغه وايي، ملت باور لري چې د زعامت دټاکنې لپاره تر انتخاباتو بل پراخه همه شمول، معقول او مشروع میکانیزم نشته او هېڅ فورم او موډل د ټاکنو په ترڅ کې د منتخب حکومت بدیل نه شي کېدای .

ده زياته کړه، داچې له یوې خوا دسولې خبرې بې پایلې درېدلې او بل خوا په کور دننه دټاکنو د پایلو په اړه ضد و نقیض دریځونه دواړه د بحران دایجاد زمینه مساعدوي او دوى په کلکه د دغه  تحملي بحران له ایجاد سره مخالف  دي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.