کندهار (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): په کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو اړوند یې ۲۱۲ شکایتونه ثبت کړي او څېړلي دي.
د یاد کمېسیون مشر اشنا ګل بانډه واله دغه څرګندونې د تلې په ٢١مه په يوه خبري غونډه کې وکړې.
بانډه وال وویل، په ثبت شوو ۲۱۲ شکایتونو کې ډېر یې د ټاکنو په ورځ د پولیسو او ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو د ناغېړۍ، تخنیکي ستونزو او نورو مسایلو اړوند دي خو یو شکایت هم په کې د مستقیمې درغلۍ نشته.
هغه زیاته کړه، ثبت شوي شکایتونه د ۱۵ ورځو په موده کې په بې پرې توګه څېړل شوي او نن یې پایلې له رسنیو او خلکو سره شریکوي.
دی وايي، د ۲۱۲ شکایتونه له ډلې ۸۸ یې داسې وو چې مدلل اسناد یې نه لرل، خو لسګونه نور بیا د تخنیکي ستونزو اړوند وو چې په ډېرو مرکزونو کې په کاغذي لیستونو او یا هم بایو مټریک الو کې د رایې ورکوونکو نومونه موجود نه وو.
د دې تر څنګ په دغو شکایتونو کې یو شمېر یې د ځینو ټاکنیزو مرکزونو د ناوخته خلاصېدو او یا په یو شمېر محلونو کې د ښځینه کارکوونکو د نشتوالي هم دي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د ۶۱ شکایتونو دوسیې یې د څېړلو په موخه مرکز ته لېږلې؛ ځکه د بایومټریک الو عمومي سرور په کابل کې دی او د شوو شکایتونو پر بنسټ هلته باید د بایو مټریک الو څخه تېرې شوې رایې له کاغدي هغو سره وکتل شي.
د نوموړي په وینا، د ۱۵ نورو شکایتونو پر بنسټ د شاوخوا ۲۵ مرکزونو او محلونو رایې قرنطین شوي چې ټاکل شوې ده بیا وشمېرل شي.
د ده په خبره، که د ثبت شوو شکایتونو پر بنسټ د بیا شمېرلو پر مهال ستونزه ولیدل شي نو د رایو پر شمېر اغېزدرلودلای شي.
بانډه وال یادونه وکړه چې د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې له مخې یوازې هغه رایې شمېرل کېږي چې له
بایومټریکو الو تېرې شوي دي.
د یادونې ده چې په ټول هېواد کې د ولسمشر ټاکنې د روانې تلې میاشتې په ۶مه نېټه وشوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن