کابل (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): وسله والو طالبانو د میدان وردګو د جغتو ولسوال رازمحمد وزیري د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وژلی دی.
دغه څرګندونې د کابل پولیسو د ۱۰۱ اسمایي زون قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري ته وکړې.
هغه وایي چې وزیري تېره ورځ مازدیګر مهال د یادې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د درمان روغتون مخې ته د ناپېژاندو کسانو پر ډزو وژل شوی دی.
فرامرز وویل چې پر وزیري برید کوونکي تښتېدلي دي.
خو طالبان وایي چې د جغتو ولسوال دوی وژلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن