پلخمري (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ يو شمېر هټۍ وال وايي چې ناامنيو يې پر کاروبار منفي اغېز کړی، که چېرې امنيت ښه نه شي، مجبور دي خپلې هټۍ وتړي.
د يادې ولسوالۍ د زاړه ښار ځیني هټۍ والو دغه څرګندونې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د یادو دوکاندارانو په استازيتوب محمد عیسی وویل، د ښار څلورو خواوو ته د دولت ضد وسله والو کسانو مرچې نیولې چې له وېرې یې ښار ته د خلکو تګ راتګ ډېر کم شوى دى.
هغه وايي: ((که دغه وضعيت کنټرول نه شي، امنيت ټينګ نه شي، موږ مجبور يو چې خپلې هټۍ وتړو.))
دغه راز د دغه ښار بل هټۍ وال چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي هره ورځ پر ښار ډزې کېږي خو حکومت ورته لاس تر زنې ناست دی.
دی وايي: ((تر اوسه له شلو ډېر دوکانونه سوځېدلي، که وضعیت همداسې وي نو مجبور يو چې خپل مالونه بل ښار ته انتقال کړو.))
يو شمېر نورو هټۍ والو هم ورته څرګندونې وکړې او ګواښ یې وکړ که چېرې په دې ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت کنټرول نه شي، نو دوى به خپلې هټۍ د تل لپاره وتړي.
همدارنګه د مرکزي بغلان ولسوالۍ زاړه ښار ته د څېرمه کلي اوسېدونکي جان اغا پژواک ته وويل چې په تېرو شلو ورځو کې له دې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.
هغه زياته کړه: ((وسله وال مخالفين په کلي کې مېشت دي، هره شېبه د جګړې امکان شته.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن