جلال اباد (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د هوايي او توپچي بريدونو پر مهال د طالب وسله والو د سرې قطعې دوولس وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل، د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو په تنګي سيمه کې د توپچي او هوايي بريدونو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې دوولس غړي وژل شوي.
دی وايي، د دغو عملياتو پر مهال د يادو وسله والو درې موټر هم له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن محمد هارون يوسفزي د معلوماتو له مخې، د وزيرو په تنګي سيمه کې د دوی توپچي بريدونو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې اووه او د مياګانو په سيمه کې د هوايي بريد پر مهال د يادې قطعې پنځه غړي وژل شوي دي.
هغه وايي، په دې توپچي او هوايي بريدونو کې د وسله والو طالبانو درې موټر هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار، روداتو او بټي کوټ ولسواليو کې امنيتي مسوولينو له درېيو کسانو سره ۱۹۸ کيلوګرامه بېلابېل ډول نشه يي توکي ونيول.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند مبارز اتل پژواک ته وويل، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند په درونټې سیمه کې له دوو کسانو سره د شيشې په نوم پنځه کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه راز د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يوه کس سره په یوه تراکتور ډوله موټر کې اتلس کيلو ګرامه هيروئين نيول شوي دي.
هغه وويل، په ورته وخت کې د بټي کوټ ولسوالۍ باريکاب سيمه کې پولیسو او ملي اردو سرتېرو په يو خاور موټر کې ۱۷۵ کيلوګرامه خام چرس نيولي دي.
د قوماندانۍ وياند وايي، نيول شوي کسان په امنیې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي چې ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته د قانوني کړنو په موخه ور وپېژندل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن