ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

« بدخشان کې د هوايي بریدونو له امله ۱۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې»

« بدخشان کې د هوايي بریدونو له امله ۱۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې»

author avatar
14 Oct 2019 - 17:24
« بدخشان کې د هوايي بریدونو له امله ۱۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې»
author avatar
14 Oct 2019 - 17:24

 فيض اباد (پژواک،٢٢ تله ٩٨): د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د نظامي الوتکو په هوايي بریدونو کې ۹ کسان وژل شوي، شپږ ټپیان دي او د استوګنې درې کورونه ویجاړ شوي دي.

 د بدخشان د ولایتي شورا غړي ډاکتر احمد بشیر فهیم پژواک خبري اژانس ته ومنله چې حکومتي الوتکو تېره ورځ د وردوج ولسوالۍ پر باشند سیمه کې هوايي بریدونه کړي او د سیمې اوسېدونکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

 نوموړي په دې اړه جزیيات نه لرل، خو ويې ویل، د معلوماتو له مخې په یاده پېښه کې ۱۵  عام وګړي چې ډېری یې ماشومان وو، وژل شوي او ټپیان دي او د استوګنې درې کورونه ویجاړ شوي دي.

 د بدخشان د وردوج ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حبیب الله پژواک ته وویل، تېره ورځ له غرمې مخکې ۱۰ بجې نظامي الوتکو پر یاده سیمه بمبار کړی چې له امله یې دده د کور په ګډون د استوګنې یو شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.

 نوموړی چې د بدخشان په ولایتي روغتون کې له خپلې مېرمنې او زوی سره چې په یاده پېښه کې ټپیان شوي بستر دی پژواک ته وویل: ((یو بم زموږ پر کور ولګېده، پلار، دوه وروڼه او ورېنداره مې ووژل شول، ښځه او دوه کلن زوی مې ټپیان شوي دي.))

نوموړي چې د کورنۍ د غړو د وژل کېدو او ټپي کېدو له امله ناراحته و زیاتې خبرې ونه کړې خو ویې ویل: ((منو چې زموږ په سیمه کې طالبان دي، خو زموږ په کورونو کې نه دي، لومړی دې خپل معلومات کره وکړي وروسته دې بمبار وکړي.))

 د حبیب الله مېرمن چې په لاس او پښه ټپي ده د خپل دوه کلن زوی وضعیت ته سخته اندېښمنه وه، هغې د ژړا په جریان کې له ډاکترانو داسې غوښتنه لرله: ((له تاسو هېڅ نه غواړم یوازې ددغه ماشوم درمنله مې وکړئ، د خدای په خاطر ژوند یې وژغورئ.))

 د پېښې یوه بل ټپي محمد ادریس د بدخشان په ولایتي روغتون کې پژواک ته وویل، پر درمند یې کار کاوه چې الوتکو پرې بمبار پیل کړ.

نوموړی چې د سر په برخه کې ټپي دی وویل: ((یو غږ مې واورېد بې هوښه شوم، کله چې په هوښ راغلم ومې لیدل چې په روغتون کې ډاکتران زما پر سر راټول شوي، له کورنۍ مې خبر نه یم چې څه پرې شوي دي.))

 د بدخشان د ولایتي روغتون د جراحي برخې ډاکتر محمد همایون پژواک ته وویل، تېره ورځ شپږ ټپیان چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو دغه روغتون ته راوړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، دوه ټپیان چې روغتیايي حالت یې نازک و د کندز ولایتي روغتون ته لېږدول شوي خو د نورو ټپیانو وضعیت د قناعت وړ دی.

 دده په خبره، په ټپیانو کې یوه ۲۴ کلنه مېرمن او یوه نهه کلنه نجلۍ او پاتې نور کوچني هلکان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.