کابل (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د افغان پوسټ چارواکي وایي چې د دغې ادارې له نويو خدمتونو سره د کلني عواید کچه يې اته سوه میلیونه افغانیو ته لوړه شوې ده.
دغه څرګندونې د افغان پوسټ رییس احمد وحید ویس د تلې په ۲۲ مه د پوسټ نړېوالې ورځې د نمانځلو په مراسمو کې وکړې.
ده وویل چې پخوا د افغان پوسټ ادارې د کلني عوايدو کچه ۱۴۵ ميليونه افغانۍ وه، خو له نويو خدمتونو سره دغه کچه اته سوه ميليونو ته لوړه شوې ده.
نوموړي د نويو خدمتونو په اړه وويل چې ټول افغانستان کې دوى ٤٦٣ پوسټ خوني فعاله کړي چې دا مهال ډېرى خلک ورته لاس رسى لري.
هغه د بېلګې په توګه وويل چې خلک دا مهال خپل پاسپورټونه د افغان پوسټ له لارې په اسانۍ سره ترلاسه کوي.
د ویس د معلوماتو له مخې، تر اوسه د ښاروالۍ په مرسته په ۱۷ ناحيو کې د موقعيت موندنې سيستم هم فعاله شوى او دغه لړۍ به نورو ناحيو ته هم وغځول شي.
نوموړی زیاته کړه چې افغان پوسټ د شخصي پوسټونو ادارو په پرتله خلکو ته خدمات په کمه بیه وړاندې کوي.
دی وایې چې اوس مهال پوسټ خونې په عصري بڼه جوړې شوي او له لارې يې ولایتونه هم له مرکز نښلول شوي دي.
دغه راز په دغه غونډه کې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون غړي غلام سرور سعادت وویل چې پوسټ د اړیکو ټینګولو لومړنۍ وسیله ده، خو په افغانستان کې يې خدمات ډېر کمزوري دي.
سعادت نیوکه وکړه چې افغانستان کې ۹۵ سلنه خلک د پوسټ له اسانتیاوو بې برخې دي چې بايد کار ورته وشي.
د نوموړي په اند، که چېرې د پوسټ په برخه کې سم کار وشي، نو ډېرو ځوانانو ته به د کار کولو زمينه هم برابره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن