ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني لس ځوانان د سولې له پيغام سره پر بايسکلونو ننګرهار ته تللي

د غزني لس ځوانان د سولې له پيغام سره پر بايسکلونو ننګرهار ته تللي

author avatar
14 Oct 2019 - 10:58
د غزني لس ځوانان د سولې له پيغام سره پر بايسکلونو ننګرهار ته تللي
author avatar
14 Oct 2019 - 10:58

جلال اباد (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د غزني يو شمېر ځوانان چې د سولې او دوستۍ پيغام يې له ځان سره وړی، پر بايسکلونو سپاره ننګرهار ته رسېدلي دي.

دغه ځوانان د بايسکل په واسطه د ميدان وردګو، کابل او بیا د لغمان ولايتونو له لارې تېره ورځ ننګرهار ته رسېدلي او نن (د تلې ۲۲مه) يې د دغه ولايت له والي سره وليدل.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ناوخته جلال اباد ته له رسېدو سره سم د والي شاه محمود مياخېل له خوا يې هرکلى وشو.

والي مياخېل له يادو ځوانانو مننه وکړه چې د سولې او دوستۍ پيغام په لېږدولو يې له غزني ولايت څخه ننګرهار ته سفر وکړ.

هغه زياته کړه، په اوسنيو حالاتو کې اړتيا ده چې د سولې، ثبات او فکري تغيير په موخه د ولايتونو په کچه له يو ولايت څخه بل ولايت او د ولسواليو په کچه له يوې ولسوالۍ بلې ته د فکري ځوانانو سفرونه ترسره شي.

مياخېل وويل، اوس ټول افغانان د سولې او ثبات لپاره کار کوي خو ځينې محدودې کړۍ په بې ثباتۍ او نا امنۍ کې خپلې ګټې ګوري چې ولس يې هېڅکله دې شومو موخو ته نه پرېږدي.

له غزني د سولې پیغام راوړونکو یادې ډلې مشر سميع الله وويل چې دوی لس کسان د بايسکلونو په واسطه د ميدان وردګو، کابل او لغمان ولایتونو له لارې د سلګونو کیلومتره لارې په وهلو سره ننګرهار ته را ورسېدل.

نوموړي زياته کړه، غواړي په افغانستان کې سراسري سوله او ثبات رامنځته شي او که ورسره مرسته وشي، د هېواد بېلابېلو ولايتونو او ان بهرنيو هېوادونو ته به د دغه پيغام لېږدولو په موخه سفرونه وکړي.

د يادونې ده، له دې مخکې هم يو شمېر نورو ځوانانو ننګرهار ته د سفرونو په ترسره کولو دغه ولايت ته د سولې پیغامونه ور وړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.