ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه ښار هټۍ وال د مالیې له لوړېدو شکایت کوي

د لښکرګاه ښار هټۍ وال د مالیې له لوړېدو شکایت کوي

author avatar
14 Oct 2019 - 11:13
د لښکرګاه ښار هټۍ وال د مالیې له لوړېدو شکایت کوي
author avatar
14 Oct 2019 - 11:13

لښکرګاه (پژواک، ٢٢ تله ٩٨): د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار يو شمېر هټۍ وال وايي چې له يوې خوا یې د ناامنيو له امله کاروبار ښه نه دی روان او له بلې خوا حکومت ماليات دوه برابره لوړ کړي چې له امله يې له ستونزو سره مخ دي.

دغه هټۍ وال وايي چې حکومت د ناامنو ولسواليو ماليات هم د امنو ولسواليو له هټۍ والو ټولوي چې دا د دوى په حق کې ښکاره ظلم دى.

د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د هلمند د ١٢ ولسواليو له ډلې حکومت يواځې په مرکز لښکرګاه، نادعلي او ګرشک ولسواليو کې ماليات ټولولاى شي.

په دې اړه د ضمیر په نوم د مرکز لښکرګاه يوه هټۍ وال د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناامنيو يې پر کاروبار منفي اغېز کړی او هره ورځ زیان کوي.

هغه وايي: ((يو خو کاروبار نشته، بل حکومت ماليات هم دوه چنده کړي دي، د نا امنو ولسواليو ماليات هم له موږ څخه ټولوي، دا ظلم دى.))

دغه راز وحيدالله چې په ګرشک ولسوالۍ د رختونو دوکان لري، پژواک ته وويل چې مخکې يې په کال کې پنځه زره افغانۍ ماليه ورکوله، خو اوس دغه کچه دوه برابره شوې ده.

دى هم وايي: ((د مستوفيت کارکوونکي نا امنو ولسواليو ته نه شي تلاى، پيسې له موږ څخه اخلي او خپل د مالياتو هدف پوره کوي.))

يو شمېر نورو هټۍ والو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د هلمند وضعيت ته په کتو دې پر دوى ماليه وضع کړي.

په دې اړه د هلمند د ولايتي شورا رييس عطالله افغان پژواک ته وويل چې مستوفيت له هټۍ والو غير عادلانه ماليات ټولوي.

افغان زياته کړه: ((وضعيت دلته هېڅ ښه نه دى، ماليې وزارت هم لوړ هدف مستوفيت ته ورکړى او مستوفيت هم په غير عادلانه توګه د ټول هلمند ماليات له مرکز او دوو ولسواليو راټولوي.))

د يادو څرګندونو په اړه د هلمند مستوفي ميرويس ميرزايي له څه ويلو ډډه وکړه او ويې ويل، وزارت پر دوى بنديز لګولى چې له رسنيو سره به خبرې نه کوي.

خو بل لور ته د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې سږ کال د هلمند ترڅنګ ټولو ولايتونو ته د مالياتو را ټولولو لوړ هدفونه ورکړل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.