ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا خلک خپلو کرنیزو محصولاتو ته بازار او سړې خونې غواړي

د پکتیا خلک خپلو کرنیزو محصولاتو ته بازار او سړې خونې غواړي

author avatar
14 Oct 2019 - 14:53
د پکتیا خلک خپلو کرنیزو محصولاتو ته بازار او سړې خونې غواړي
author avatar
14 Oct 2019 - 14:53

ګرديز (پژواک، ٢٢ تله ٩٨):د پکتيا ولايت بزګر او بڼوال وايي، سږ کال يې د تېرو کلونو په پرتله بېلابېل کرنيز محصولات زيات شوي، خو د پلور مناسب بازار او د ساتنې ځايونه نه لري.

دوی وايي، سږ کال د مېوې، غنمو، مڼو، انګورو، جلغوزو، چارمغزو، پيازو، رومي بانجانو، کچالو او ځيني نور کرنيز محصولات زيات شوي دي.

د ګردېز اړوند د ممړۍ سيمې يوه بزګر ظفرخان د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مڼو او سبزي د حاصل زياتوالي له امله د بزګرانو يوه برخه حاصلات خراب او له منځه تللي دي.

ظفر وايي: ((باور وکړئ دهقانانو ته خپله مزدوري او نفقه هم نه جوړوي، له خپلو حاصلاتو پښېمانه يو؛ يو من رومي بانجان په ۳۰ افغانۍ او يو من مڼې په ۸۰ او ۹۰ افغانۍ خرڅېږي؛ تاسو باغونو ته ولاړ شئ، باغداران مڼې غواګانو ته اچوي، که سړې خونې وای، خو په کې ساتلې به مو وې.))

د احمدابا ولسوالۍ یو اوسېدونکی ګل رحمن وايي، د سبزيجاتو حاصلات هم د تېرو کلونو په پرتله ښه او زيات شوي، خو په خبره يې ټيټ قيمت يې خواشينی کړی او ګټه ورته نه پاتې کېږي.

نوموړی د مېوو او سبزيجاتو د ځينو ناروغيو لپاره پر تداوي ټينګار کوي او له اړوندو ادارو غواړي چې د حاصلاتو د کيفيت لا ښه کېدو او له ناروغيو د سالم پاتې کېدو لپاره ور سره دوامداره همکاري وکړي.

ده وويل: ((حاصلات ډېر ښه شوي او د ډېرو وختونو نه اوس زيات شوي، خو خرڅيږي نه، قيمت يې ډېر ټيټ دی، د تجارت لپاره هېڅ نلري. ځينې وخت د کور خرڅ هم نه راته پوره کوي، خواري او زحمت خو پرېږده.))

د ميرزکې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ولي وايي چې د چارمغزو او جلغوزو حاصلات هم زيات شوي او په خبره يې راتلونکی کال به يې حاصل تر اوسني هغه لا ډېر وي.

ولي وويل: ((جلغوزي اوس هم زيات شوي او راتلونکي کال کې به انشاالله د اوسنۍ اندازې درېيمه، څلورمه برخه نور هم زيات شي، همداسې چارمغز هم زيات شوي دي، دلته،په احمدابا کې، ځاځيو، جانیخېلو او ځينو نور ځايونو کې جلغوزيو ته خو يو څه مارکېټ پيدا شوی، ضرور ده چې دلته يې د پروسس د مرکز جوړېدو وعده هم پوره شي او چارمغزو ته هم ښه بازار پيدا شي.))

د زرمت ولسوالي اوسېدونکی عزيز وايي چې سږ کال په دې ولسوالي کې پر سبزي سربېره د مڼو او انګورو حاصلاتو کې هم د پام وړ زياتوالى راغلى دى.

نوموړي وويل چې د اوبه خور عصري سيستم جوړېدل مهمه اړتيا ده او زياتوي چې بزګرانو او بڼوالو ته بايد د عصري او ميکانيزه کرنې اسانتياوې برابرې شي.

دی وايي: ((د اوبه خور لپاره بايد صفا ويالې او ځايونه جوړ شي؛ د مېوو د راټولولو، انتقالولو او ساتلو برخه کې بايد دهقانانو ته زده کړې او امکانات ورکړل شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.