ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې اته حکومتي ادارې څارنوالۍ ته ور وپېژندې

مشرانو جرګې اته حکومتي ادارې څارنوالۍ ته ور وپېژندې

author avatar
14 Oct 2019 - 17:42
مشرانو جرګې اته حکومتي ادارې څارنوالۍ ته ور وپېژندې
author avatar
14 Oct 2019 - 17:42

 

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون د بېلابېلو قضیو په تور شپږ وزارتونه، د کابل پوهنتون ریاست او د کابل ښاروالي څارنوالۍ ته ور وپېژندل.

د مشرانو جرګې د شکایانو اورېدو کمېسیون رییس زلمي زابلي په یوه خبري ناسته کې وویل چې په یادو ادار کې د مالیې، کرنې، لوړو زده کړو، ښاري پرختیا، سوداګرۍ او صنعت او پوهنې وزارتونه، د کابل ښاروالي او د کابل پوهنتون ریاست شامل دي چې د بېلابېلو قضیو په تورو څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

امریکایي پوهنتون ته د کابل پوهنتون د ځمکې ورکولو تړون

زابلي زیاته کړه چې په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې د لوړو زده کړو پخواني وزیر شریف فایض، په افغانستان کې له امریکایي پوهنتون سره تړون لاسلیک کړ چې د هغه له مخې په دارالامان کې د لوړو زده کړو او کرنې وزارتونو اړوند ځمکه دې یاد پوهنتون ته ورکړل شوه. د یادونې ده، شریف فایض مړ شوی دی.

هغه وویل، د دغه تړون له مخې، یاد پوهنتون باید د دې ځمکې په بدل کې د کابل پوهنتون ته په کال کې ۵۰ تحصیلي بورسونه ورکړي وای چې د ورکړل شوې ځمکې په اندازه باید په همدې مساحت د کابل پوهنتو لپار په کابل ښار کې ځمکه اخیستې وای او د وترنرۍ او کرنې پوهنځي چې هغه وخت د دارالامان په ساحه کې وو، پر هغې ځمکې چې تازه پېرل کېده، ودان شوي وای.

هغه زیاته کړه: «امریکایي پوهنتون چې د امریکا په حکومت او نظامیانو پورې اړه نه لري، بلکې په یوه شخصي امریکایي شرکت پورې اړوند دی، نه یوازې دا چې په خپله ژمنه یې عمل ونه کړ، بلکې ۱۲۰ جريبه نوره ځمکه یې هم غصب کړې او ترې ګټه اخلي.

هغه وویل، ۱۲۰ جريبه موازی ځمکه چې اوس ورڅخه امریکایي پوهنتون استفاده کوي، د هغې ۹۶ جريبه د کرنې او مالدارۍ وزارت او پاتې نوره د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون اړوند کېږي.

د نوموړي په خبره چې د امریکايي پوهنتون مسوولین نه یوازې دا چې د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون ناستو ته نه دي حاضر شوي، بلکې د لوړو زده کړو وزارت ته یې هم خپل استازی نه دی استولی.

زابلي وویل: «نن د لوړو زده او کرنې وزارتونو مرستیالان راغلي وو؛ خو قانع کوونکي ځوابونه یې ور نه کړل؛ ځکه هغوی وېرېږي چې دغه پوهنتون د امریکایي حکومت اړوند کېږي.»

هغه زیاته کړه چې دو کاله مخکې ولسمشر غني د مالیې وزارت د سرپرست او د ولسمشر د سلاکار محمد همایون قیومي په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده وسپارله څو یادې ځمکې له یاد پوهنتونه بېرته را وګرځوي خو تر اوسه ان د دې کمېټې ناسته هم نه ده ترسره شوې.

زابلي وویل چې د ماليې وزیر د کمېسیون پر پرله پسې غوښتنو سربېره هم حاضر نه شو چې په دې اړه ځواب ووايي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.