ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​ «له ۱.۷ میلیون ډېرې بایومټریک رایې مرکزې سرور ته داخلې شوې دي»

​ «له ۱.۷ میلیون ډېرې بایومټریک رایې مرکزې سرور ته داخلې شوې دي»

author avatar
14 Oct 2019 - 18:30
​ «له ۱.۷ میلیون ډېرې بایومټریک رایې مرکزې سرور ته داخلې شوې دي»
author avatar
14 Oct 2019 - 18:30

 کابل (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې له ۱.۷ ډېرې بایومټریک رایې مرکزي سرور ته لېږدول شوې او د نږدې ۴۰۰۰ محلونو رایې پاتې دي چې تر سبا به سیستم ته داخلې شي.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنرې رحیمې ظریفي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د رایې ورکولو له ټولو ۲۲ زره او ۵۸۸ محلونو تر اوسه یو میلیون او ۷۳۷ زره او ۷۸ بایومټریک رایې مرکزي سرور ته داخلې شوې دي.

هغې زیاته کړه، د رایې ورکولو نږدې ۴۰۰۰ محلونه تر پروسس لاندې دي او هڅه کوي چې ژر تر ژره یې سیستم ته انتقال کړي.

از سوی دیگر، حوا علم نورستانی رئیس کمیسیون مستقل انتخابات که در این نشست صحبت می کرد، گفت که تاکنون ۲۵ هزار و ۵۸۳ فورم نتایج در مرکز ملی جمع بندی اضافه شده است و ۲۵ هزار و ۵۵۸ فورم نتایج دیگر پس از اضافه شدن، اسکن شده است.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ یادې ناستې ته وویل، تر اوسه د جمع بندۍ په ملي مرکز کې د پایلو ۲۵ زره او ۵۸۳ فورمونه زیات شوي او ۲۵ زره او ۵۵۸ نور فورمونه له زیاتېدو وروسته سکن شوي دي.

هغې وویل، د پایلو ۲۵ زره او ۵۶۰ فورمونه پاک شوي او ۲۵ زره او ۵۲۲ نور فورمونه سیستم ته داخل شوي دي.

 دغه راز د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله وویل: ((د رایې ورکولو له ټولو ۲۹ زره او ۵۸۶ محلونو ۳ زره او ۱۸ محلونه تړلي اعلان شول، ۲۶ زره او ۵۶۸ پاتې دي چې له دې ډلې ۲۲ زره او ۵۸۸ محلونه تاسو ته اعلان، درې زره او ۹۸۰ نور محلونه به تر راتلونکو دوو ورځو مرکزي سرور ته انتقال شي.))

 د ټاکنو کمېسیون کمېشنر اورنګ زېب د مرکزي سرور د تخنیکي ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ویل، تېره شپه د موادو لېږد ډېر چټک و او هیله ده چې تر سبا د ټولو محلونو بایومټریک معلومات مرکزي سرور ته داخل شي.

ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې او خلکو په کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.

 د ټاکنو د مهال وېش له مخې، ټاکل شوې ددغو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷ مه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۶ مه اعلان شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.