د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

« بدخشان کې د هوايي بریدونو له امله ۱۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې»

« بدخشان کې د هوايي بریدونو له امله ۱۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې»

Oct 14, 2019 - 17:24

 فيض اباد (پژواک،٢٢ تله ٩٨): د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د نظامي الوتکو په هوايي بریدونو کې ۹ کسان وژل شوي، شپږ ټپیان دي او د استوګنې درې کورونه ویجاړ شوي دي.

 د بدخشان د ولایتي شورا غړي ډاکتر احمد بشیر فهیم پژواک خبري اژانس ته ومنله چې حکومتي الوتکو تېره ورځ د وردوج ولسوالۍ پر باشند سیمه کې هوايي بریدونه کړي او د سیمې اوسېدونکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

 نوموړي په دې اړه جزیيات نه لرل، خو ويې ویل، د معلوماتو له مخې په یاده پېښه کې ۱۵  عام وګړي چې ډېری یې ماشومان وو، وژل شوي او ټپیان دي او د استوګنې درې کورونه ویجاړ شوي دي.

 د بدخشان د وردوج ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حبیب الله پژواک ته وویل، تېره ورځ له غرمې مخکې ۱۰ بجې نظامي الوتکو پر یاده سیمه بمبار کړی چې له امله یې دده د کور په ګډون د استوګنې یو شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.

 نوموړی چې د بدخشان په ولایتي روغتون کې له خپلې مېرمنې او زوی سره چې په یاده پېښه کې ټپیان شوي بستر دی پژواک ته وویل: ((یو بم زموږ پر کور ولګېده، پلار، دوه وروڼه او ورېنداره مې ووژل شول، ښځه او دوه کلن زوی مې ټپیان شوي دي.))

نوموړي چې د کورنۍ د غړو د وژل کېدو او ټپي کېدو له امله ناراحته و زیاتې خبرې ونه کړې خو ویې ویل: ((منو چې زموږ په سیمه کې طالبان دي، خو زموږ په کورونو کې نه دي، لومړی دې خپل معلومات کره وکړي وروسته دې بمبار وکړي.))

 د حبیب الله مېرمن چې په لاس او پښه ټپي ده د خپل دوه کلن زوی وضعیت ته سخته اندېښمنه وه، هغې د ژړا په جریان کې له ډاکترانو داسې غوښتنه لرله: ((له تاسو هېڅ نه غواړم یوازې ددغه ماشوم درمنله مې وکړئ، د خدای په خاطر ژوند یې وژغورئ.))

 د پېښې یوه بل ټپي محمد ادریس د بدخشان په ولایتي روغتون کې پژواک ته وویل، پر درمند یې کار کاوه چې الوتکو پرې بمبار پیل کړ.

نوموړی چې د سر په برخه کې ټپي دی وویل: ((یو غږ مې واورېد بې هوښه شوم، کله چې په هوښ راغلم ومې لیدل چې په روغتون کې ډاکتران زما پر سر راټول شوي، له کورنۍ مې خبر نه یم چې څه پرې شوي دي.))

 د بدخشان د ولایتي روغتون د جراحي برخې ډاکتر محمد همایون پژواک ته وویل، تېره ورځ شپږ ټپیان چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو دغه روغتون ته راوړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، دوه ټپیان چې روغتیايي حالت یې نازک و د کندز ولایتي روغتون ته لېږدول شوي خو د نورو ټپیانو وضعیت د قناعت وړ دی.

 دده په خبره، په ټپیانو کې یوه ۲۴ کلنه مېرمن او یوه نهه کلنه نجلۍ او پاتې نور کوچني هلکان دي.

 د وردوج ولسوال محمد عمر پیمان پژواک ته په یوه ټيلېفوني اړیکه کې وویل چې تر اوسه په دې اړه کره معلومات نه لري او نه غواړي په دې تړاو څرګندونې وکړي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ولایت مقام او امنیتي سرچینو ځواب هم ترلاسه کړي، خو تر اوسه یادې سرچینې ځواب ورکولو ته نه دي تیار شوې.

خو طالبانو ویلي چې په وردوج ولسوالۍ کې د استوګنې پر کورونو د هوايي بریدونو له امله ملکي وګړو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

 دوی ویلي چې بمبار تېر سهار پیل شوی او تر ماښامه یې دوام درلود چې له امله یې د سیمې د اوسېدونکو کورونه وران شوي او د پنځو ښځو، درېیو ماشومانو او پنځو نارینه وو په ګډون ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement