د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لښکرګاه ښار هټۍ وال د مالیې له لوړېدو شکایت کوي

ټولنه

ارشيف

د لښکرګاه ښار هټۍ وال د مالیې له لوړېدو شکایت کوي

Oct 14, 2019 - 11:13

لښکرګاه (پژواک، ٢٢ تله ٩٨): د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار يو شمېر هټۍ وال وايي چې له يوې خوا یې د ناامنيو له امله کاروبار ښه نه دی روان او له بلې خوا حکومت ماليات دوه برابره لوړ کړي چې له امله يې له ستونزو سره مخ دي.

دغه هټۍ وال وايي چې حکومت د ناامنو ولسواليو ماليات هم د امنو ولسواليو له هټۍ والو ټولوي چې دا د دوى په حق کې ښکاره ظلم دى.

د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د هلمند د ١٢ ولسواليو له ډلې حکومت يواځې په مرکز لښکرګاه، نادعلي او ګرشک ولسواليو کې ماليات ټولولاى شي.

په دې اړه د ضمیر په نوم د مرکز لښکرګاه يوه هټۍ وال د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناامنيو يې پر کاروبار منفي اغېز کړی او هره ورځ زیان کوي.

هغه وايي: ((يو خو کاروبار نشته، بل حکومت ماليات هم دوه چنده کړي دي، د نا امنو ولسواليو ماليات هم له موږ څخه ټولوي، دا ظلم دى.))

دغه راز وحيدالله چې په ګرشک ولسوالۍ د رختونو دوکان لري، پژواک ته وويل چې مخکې يې په کال کې پنځه زره افغانۍ ماليه ورکوله، خو اوس دغه کچه دوه برابره شوې ده.

دى هم وايي: ((د مستوفيت کارکوونکي نا امنو ولسواليو ته نه شي تلاى، پيسې له موږ څخه اخلي او خپل د مالياتو هدف پوره کوي.))

يو شمېر نورو هټۍ والو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د هلمند وضعيت ته په کتو دې پر دوى ماليه وضع کړي.

په دې اړه د هلمند د ولايتي شورا رييس عطالله افغان پژواک ته وويل چې مستوفيت له هټۍ والو غير عادلانه ماليات ټولوي.

افغان زياته کړه: ((وضعيت دلته هېڅ ښه نه دى، ماليې وزارت هم لوړ هدف مستوفيت ته ورکړى او مستوفيت هم په غير عادلانه توګه د ټول هلمند ماليات له مرکز او دوو ولسواليو راټولوي.))

د يادو څرګندونو په اړه د هلمند مستوفي ميرويس ميرزايي له څه ويلو ډډه وکړه او ويې ويل، وزارت پر دوى بنديز لګولى چې له رسنيو سره به خبرې نه کوي.

خو بل لور ته د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې سږ کال د هلمند ترڅنګ ټولو ولايتونو ته د مالياتو را ټولولو لوړ هدفونه ورکړل شوي دي.

ده وويل چې د ماليې وزارت له لوري سږ کال هلمند ته د ٩٧٠ ميليونه افغانۍ مالياتو راټولولو هدف ورکړل شوى، نو په دې اساس مستوفيت هم اړ دى چې دغه هدف ته ځان ورسوي.

خو ځواک زياتوي: ((دا په دې معنا نه ده چې د ناامنو ولسواليو ماليات دې هم د نا امنو ولسواليو له هټۍ والو ټول کړاى شي.))

نوموړي هم دا ومنله چې په دغه ولايت کې ناامنيو پر کاروبار او عوايدو منفي اغېز کړی دی.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له طالبانو سره دى او د پاتې نورو يې بيا يواځې مرکزونه او ځينې سيمې له حکومت سره دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement