ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي له بهرنيو چارو وزارت سره دپاکستان  وېزو د اسانتياوو په اړه خبرې وکړې

د ننګرهار والي له بهرنيو چارو وزارت سره دپاکستان وېزو د اسانتياوو په اړه خبرې وکړې

author avatar
14 Oct 2019 - 16:29
د ننګرهار والي له بهرنيو چارو وزارت سره دپاکستان  وېزو د اسانتياوو په اړه خبرې وکړې
author avatar
14 Oct 2019 - 16:29

جلال اباد (پژواک،٢٢ تله ٩٨): د ننګرهار والي د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې سره د پاکستان د وېزو برخه کې د اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي شاه محمود مياخېل نن په جلال اباد ښار کې د پاکستان د وېزو د ستونزې د هواري په موخه د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې ناهيد ايثار سره وليدل.

هغه زياته کړې، د دې لیدنې پر مهال د پاکستانۍ وېزو په برخه کې د اسانتياوو په رامنځته کېدو، د شپږو میاشتو څخه زياته د وېزې مودې په غځېدو،په انلاین ډول د وېزو اخیستو په برخو کې د اسانتياوو په رامنځته کېدو،خصوصي سکتور ته د وېزو اخیستو لړۍ سپارلو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې .

والي مياخېل هيله وښوده چې بهرنيو چارو وزارت، له پاکستان سفارت سره په همغږۍ او ديپلوماټيکو لارو په مرکز کې په دې ولايت کې د اته ولايتونو خلکو ته د وېزو په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي .

دا په داسې حال کې ده چې په جلال اباد او کابل کې د پاکستان د وېزو د غوښتونکو ستونزې ورځ تر بلې زياتېـږي او خلک شکايت کوي، چې نه يواځې په اسانه دا وېزې نه شي ترلاسه کولى، بلکې په تور بازار کې په لوړه بيه خرڅيږي.

خو  د پاکستان سفارت ويلي چې دوى د خپل کاري ظرفيت له مخې هره ورځ په ټول افغانستان کې شاوخوا څلورو زرو کسانو ته  وېزې ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.