کابل (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې اړوند سیمه کې د عبدالغفور نديم لېسې مدير سید ضیاءالدین وژلی دی.
د سیمې یو اوسېدونکی وایي چې سید ضیاءالدین تېره شپه چېرې مېلمه و او نن سهار خپل کور ته پر لاره د عبدالغفور نديم لېسې ته څېرمه پر ډزو وژل شوی دی.
د پوهنې وزارت ویاندې نوريې نزهت هم د سید ضیاءالدین وژنه تایید کړه او ویې ویل: "موږ موضوع له امنيتي ځواکونو سره شريکه کړې او له څېړنو وروسته به څرګنده شي چې د قتل لامل یې څه دی."
د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وایي، دی هم له دې پېښې خبر شوی خو په اړه به یې وروسته معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
تر اوسه چا د سید ضیاءالدین د وژلو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن