د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار ښار یوازې ۱۰ سلنه اوسېدونکي د اوبو رسولو ښاري شبکې ته لاسرسی لري

د کندهار ښار یوازې ۱۰ سلنه اوسېدونکي د اوبو رسولو ښاري شبکې ته لاسرسی لري

Oct 14, 2019 - 17:17

کندهار (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د کندهار ښار یوازې ۱۰ سلنه اوسېدونکي د اوبو رسولو ښاري شبکې ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې ۹۰ سلنه نور اوسېدونکي د څښلو لپاره د پاکو اوبو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

بل خوا چارواکي وايي، له بده مرغه په کندهار کې دا فرهنګ نه دی عام شوی چې خلک دې د اوبو تر لاسه کولو په بدل کې د شوي لګښت پیسې پر وخت تادیه کړي.

د کندهار ښار ۹مه او ۱۲مه هغه ناحیې دې چې اکثریت اوسېدونکي یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او په دې برخه کې له جدي ستونزو کړېږي.

د نهمې ناحیې اوسېدونکي محمد داوود پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې سیمه کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه ده او حکومت هم خلکو ته د اوبو رسولو شبکې خدمات نه دي وړاندې کړي.

نوموړي په دې سیمه کې د اوبو د یوې زېرمې یادونه وکړه چې د یوې بهرنۍ موسسې په مرسته جوړه شوې او هره ورځ ورڅخه د دې سیمې د کورنیو سلګونوه ماشومانو په بوشکو کې اوبه وړي او په ساعتونو ساعتونو نوبت ته انتظار باسي.

د دي په خبره، د سیمې ډېر اوسېدونکي بې وزلې دي او ټول د دې توان نه لري چې اوبه په بیه واخلي، ځکه خو ماشومان اړ دي کورونو ته په بوشکو کې اوبه یوسي.

د کندهار ښار د ۱۲مې ناحیې یوه اوسېدونکي محب الله پژواک اژانس ته وویل، د دې سیمې ډېرو برخو ته هم د اوبو رسولو شبکې نلونه نه دي غځول شوي او خلک په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، د دې سیمې ډېر اوسېدونکي د خپلې اړتیا وړ اوبه په بیه اخلي خو ټول د خپل ناسم اقتصادي وضعیت له امله دغه بیه نه شي پرې کولای او مجبور دي اوږد مزل وکړي او له جوړو شوو زېرمو اوبو راوړي.

دی غوښتنه کوي چې حکومت دې د خلکو د اوبو ستونزه حل کړي او دغه سیمه دې د اوبو رسولو له ښاري شبکې سره ونښلوي.

په ورته توګه د کندهار ښار د لوېدیځې څنډې میرویس مېنې ۵۰ سلنه کوورنه د اوبو رسولو له شلکې سره نښلول شوي خو بیا هم خلک د اوبو له نشتوالي او کموالي شکایت کوي.

د دې سیمې اوسېدونکي وايي، د اوبو شبکه ډېره زړه ده او د کم فشار له امله کورونو ته کافي اوبه نه رسېږي.

دا یوازې د کندهار ښار د یادو شوو سیمو ستونزه نه ده، بلکې د کندهار ښار ډېرې سیمې له ورته حالت سره مخ دي او اوسېدونکي یې د څښاک اوبو شبکې ته لاسرسی نه لري.

خو د اوبو رسولو ادارې چارواکي وايي، که څه هم د کندهار ښار په نږدې ۵۰ سلنه پلاني ساحو کې د اوبو رسولو شبکه لري خو بیا هم یوازې ۱۰ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

د دې ادارې مشر محمد نادر کاکړ پژواک اژانس ته وویل، له بده مرغه یو لامل چې د کندهار ښار ډېرو سیمو ته یې د اوبو رسولو شبکې خدمات نه دي غځول شوي، دا دی چې د کلونو په تېرېدو لا هم دغلته دا فرهنګ نه دی عام شوی چې خلک دې د اوبو تر لاسه کولو په بدل کې د شوي لګښت پیسې پر وخت تادیه کړي.

ده زیاته کړه، له ستونزو سربېره دغه اداره پلان لري تر راتلوکو پنځو کلونو د کندهار ښار هغه سیمې د اوبو رسولو له شبکې سره ونښلوي چې اوسمهال ورڅخه بې برخې دي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د دې تر څنګ د کندهار د د دهلې بند جوړولو په پروژه کې د څښاک د پاکو اوبو د یوې لویې شبکې جوړول په پلان کې دي چې د کندهار ښار د ټولو اوسېدونکو د اوبو ستونزه به حل کړي.

د اوبو د دغې شبکې پر جوړولو ۲۰۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.

د ده په خبره، د دغې شبکې په جوړېدو سره به دوی وتوانېږي د کندهار ښار ټولو اوسېدونکو ته د نلونو له لارې ۲۴ ساعته پاکې اوبه ورسوي.

که څه هم د کندهار ښار ډېری اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي څخه شکایت کوي خو د اوبو رسولو د ادارې په وینا د ښار ډېری اوسېدونکي د اوبو د لګښت بیلونه نه تحویلوي چې له دې درکه د دولتي ادارو په ګډون پر کندهار ښاریانو ۱۹۱،۷ میلیونه افغانۍ پاتې دي.

د کندهار د ښاري اوبو او کانالیزاسیون ریاست چارواکي وايي، دغه وضعیت د دغې ادارې پر کار بد اغېز کړی او نه شي کولای ډېر خدمات وړاندې کړي.

دی وايي، په وار وار یې دغه ستونزه له ولایتي ادارې سره شریکه کړې او د دې تر څنګ یې د سیمه ییزو رسنیو له لارې خلک هڅولي چې د برېښنا لګښت تحویل کړي، خو دغو هڅو یې کومه پایله نه ده ورکړې.

د ده په خبره، که دغه ستونزه حل شي او خلک د اوبو د لګښت بیلونه تحویل کړي نو دوی به وتوانېږي د ښار ټولو کورونو ته د اوبو نلونه وغځوي، په داسې حال کې چې اوس د دوی له خدماتو یوازې ۱۰ سلنه وګړي برخمن شوي دي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement