د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبانو په اروزګان کې د ګوزڼ واکسين تطبيق ته اجازه ورکړه

طالبانو په اروزګان کې د ګوزڼ واکسين تطبيق ته اجازه ورکړه

Oct 14, 2019 - 15:52

ترينکوټ (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د اروزګان روغتيايي مسوولين وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې له اتو مياشتو وروسته تر خپل واک لاندې سيمو کې د پوليو واکسين تطبیق ته کلينيک په کلينيک اجازه ورکړه.

دوى دا خبر په داسې حال کې ورکړى چې په روان زېږديز کال کې په دغه ولايت کې تر اوسه د ګوزڼ اته مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د اروزګان عامي روغتیا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل د تلې په ٢٢مه په دغه ولايت کې د ګوزڼ د واکسين د پيل په مراسمو کې وويل چې په دغه کمپاين کې به څه کم دوه سوه زره ماشومان واکسين شي.

هغه زياته کړه، په امنو سیمو کې به د واکسین دغه لړۍ د پخوا په څېر کور په کور او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې به دغه ځل کلينيک په کلينيک تطبیق يي.

د نوموړي په وينا، طالبانو له اتو مياشتو وروسته  هغو روغتیا پالانو ته اجازه ورکړه چې دغه کمپاین کلینیک په کلینیک عملي کړي.

مياخېل  وايي اروزګان د هېواد په کچه په تېرو څو مياشتو کې تر ټولو د ګوزڼ د زیاتو مثبتو پېښو شاهد دى او که د دغه ويروس مخنیوی ونه شي، نو ناوړه حالت به رامنځته شي.

د اروزګان مرستیال والي سيد سادات ناصري هم په دغه ولایت کې د ګوزڼ وایروس د اتو مثبتو پېښو ثبتېدل د اندېښنې وړ وباله.

هغه له طالبانو او د کورنيو له مشرانو وغوښتل چې د دغه کمپاین پر وړاندې خنډ نه پېښوي او روغتیا پالو ډلو ته اجازه ورکړي چې دغه کمپاین کور په کور تطبیق کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement