ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاریون کوونکو جلال اباد کې د لسمې ناحیې جوړېدو غوښتنه وکړه

لاریون کوونکو جلال اباد کې د لسمې ناحیې جوړېدو غوښتنه وکړه

author avatar
14 Oct 2019 - 14:39
لاریون کوونکو جلال اباد کې د لسمې ناحیې جوړېدو غوښتنه وکړه
author avatar
14 Oct 2019 - 14:39

جلال اباد (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د شپږو کلیو اوسېدونکو د ښار له نهمې ناحيې سره د دوی د ساحې يو ځای کولو لپاره د شوې پرېکړې په غبرګون لاریون وکړ.

دوی په ورته وخت کې غوښتنه وکړه چې يا دې بېرته له ولسوالۍ سره يوځای شي او يا دې هم ورته نوې ناحيه جوړه شي.

د لاريون کوونکو په خبره، د جلال اباد ښار نهمه ناحيه چې نوې رامنځته شوې، ۳۵ کيلومتره ساحه کې پرتې سيمې په کې ځای پرځای شوي چې د دوی په خبره ټولو ته د امنيتي او نورو دولتي ادارو رسېدنه ستونزمنه ده.

لاريون کوونکي د تلې په ۲۲مه د جلال اباد- تورخم لويې لارې په څنډه کې د کابل کمپ په سيمه کې راټول شوي و او د خپل حق غوښتو په اړه يې شعارونه ورکول.

د مظاهره کوونکو له ډلې ملک عزيز خان وويل، د روداتو له ولسوالۍ څخه شپږ سیمې چې لسګونه کلي په کې دي، د نهمې ناحيې مربوط شوي چې د حکومت دا پرېکړه دوی ته د منلو وړ نه ده.

بل قومي مشر بختي ګل وويل، جلال اباد ښار ټول پنځه کيلومتره نه دی، پنځه ناحيې شوی خو نهمه ناحيه کې يې ۳۵ کيلومتره ساحه کې پرتې ډېرې سيمې راټولې کړې دي.

دی وايي، دوی دا پرېکړه نه مني چې ګواکې د دوی شپږ لويې سیمې دې د نهمې ناحيې يوه برخه وي، بلکې دوی ته دې ځانګړې ناحيه چې د جلال اباد ښار لسمه ناحيه به وي، رامنځته کړي.

لاريون کوونکو حکومت ته لس ورځې ضرب الاجل ورکړ که يې غوښتنه ونه منل شي؛ نو دوی به په نورو براخو لاريونونو پيل وکړي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، د ناحيو او نورو اداري واحدونو رامنځته کول د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې کار دی، دوی به د دغو خلکو ستونزه او غوښتنه له يادې ادارې سره د حل په موخه شريکه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.