د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشرانو جرګې اته حکومتي ادارې څارنوالۍ ته ور وپېژندې

مشرانو جرګې اته حکومتي ادارې څارنوالۍ ته ور وپېژندې

Oct 14, 2019 - 17:42

 

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون د بېلابېلو قضیو په تور شپږ وزارتونه، د کابل پوهنتون ریاست او د کابل ښاروالي څارنوالۍ ته ور وپېژندل.

د مشرانو جرګې د شکایانو اورېدو کمېسیون رییس زلمي زابلي په یوه خبري ناسته کې وویل چې په یادو ادار کې د مالیې، کرنې، لوړو زده کړو، ښاري پرختیا، سوداګرۍ او صنعت او پوهنې وزارتونه، د کابل ښاروالي او د کابل پوهنتون ریاست شامل دي چې د بېلابېلو قضیو په تورو څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

امریکایي پوهنتون ته د کابل پوهنتون د ځمکې ورکولو تړون

زابلي زیاته کړه چې په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې د لوړو زده کړو پخواني وزیر شریف فایض، په افغانستان کې له امریکایي پوهنتون سره تړون لاسلیک کړ چې د هغه له مخې په دارالامان کې د لوړو زده کړو او کرنې وزارتونو اړوند ځمکه دې یاد پوهنتون ته ورکړل شوه. د یادونې ده، شریف فایض مړ شوی دی.

هغه وویل، د دغه تړون له مخې، یاد پوهنتون باید د دې ځمکې په بدل کې د کابل پوهنتون ته په کال کې ۵۰ تحصیلي بورسونه ورکړي وای چې د ورکړل شوې ځمکې په اندازه باید په همدې مساحت د کابل پوهنتو لپار په کابل ښار کې ځمکه اخیستې وای او د وترنرۍ او کرنې پوهنځي چې هغه وخت د دارالامان په ساحه کې وو، پر هغې ځمکې چې تازه پېرل کېده، ودان شوي وای.

هغه زیاته کړه: «امریکایي پوهنتون چې د امریکا په حکومت او نظامیانو پورې اړه نه لري، بلکې په یوه شخصي امریکایي شرکت پورې اړوند دی، نه یوازې دا چې په خپله ژمنه یې عمل ونه کړ، بلکې ۱۲۰ جريبه نوره ځمکه یې هم غصب کړې او ترې ګټه اخلي.

هغه وویل، ۱۲۰ جريبه موازی ځمکه چې اوس ورڅخه امریکایي پوهنتون استفاده کوي، د هغې ۹۶ جريبه د کرنې او مالدارۍ وزارت او پاتې نوره د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون اړوند کېږي.

د نوموړي په خبره چې د امریکايي پوهنتون مسوولین نه یوازې دا چې د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون ناستو ته نه دي حاضر شوي، بلکې د لوړو زده کړو وزارت ته یې هم خپل استازی نه دی استولی.

زابلي وویل: «نن د لوړو زده او کرنې وزارتونو مرستیالان راغلي وو؛ خو قانع کوونکي ځوابونه یې ور نه کړل؛ ځکه هغوی وېرېږي چې دغه پوهنتون د امریکایي حکومت اړوند کېږي.»

هغه زیاته کړه چې دو کاله مخکې ولسمشر غني د مالیې وزارت د سرپرست او د ولسمشر د سلاکار محمد همایون قیومي په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده وسپارله څو یادې ځمکې له یاد پوهنتونه بېرته را وګرځوي خو تر اوسه ان د دې کمېټې ناسته هم نه ده ترسره شوې.

زابلي وویل چې د ماليې وزیر د کمېسیون پر پرله پسې غوښتنو سربېره هم حاضر نه شو چې په دې اړه ځواب ووايي.

نوموړي زیاته کړه چې کمېسیون نن ورځ د لوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه کړې څو د امریکایي پوهنتون د دې ستونزې تر هواري پورې د یاد پوهنتون فعالیت منعه اعلان کړي.

هغه زیاته کړه: «که د پوهنتون فعالیت ونه دریږي، کمېسیون له پولیسو مرسته اخلي څو چاته اجازه ورنه کړي چې د امریکايي پوهنتون احاطې ته داخل شي.

د شکایاتو اورېدو کمېسیون رییس نن د خبریالانو په حضور کې د دې موضوع او له یادو ملکیتونو د دفاع نه کولو اړوند څارنوالۍ ته د مالیې، لوړو زده کړو او کرنې وزارتونو او د کابل پوهنتون ریاست د معرفي کولو مکتوبونه معرفي کړل.

د مرکز سېلو د ځمکې او تاسیساتو د پلور پرېکړه

زابلي د نن ورځې په ناسته کې وویل، په کابل کې د مرکز سېلو سهم لرونکو (د ځمکو او ښاري پراختیا، د کرنې او مالدارۍ، د سوداګرۍ او صنعت او مالیې وزارتونه او کابل ښاروالي)، پرېکړه کړې چې د مرکزي سېلو ۱۰۰ جريبه ځمکه او تاسیسات د ناچیزې بیې په بدل کې کاردان پوهنتون ته ورکړي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته د دې سېلو د پلور د بیې په اړه وویل: «پر حکومت غږ کوم چې ملي کټې نه ایجابوي چې دولتي ملکیتونه په دغو انقلابي شرایطو کې په کم قيمت وپلورل شي.»

د نوموړي په خبره، یادې دارې په دې پلمه چې ګواکې دغه کار د ماسټر پلان له مخې ترسره شوی، غواړي د سېلو تاسیسات او د هغې ځمکه خصوصي سکتور او هغه هم یوه پوهنتون ته ورکړي.

زابلي وویل: «هغه ادارې په سېلو کې سهم لري، د دغه کمېسیون ناستو کې د ويلو لپاره څه نه درلودل، باید د هغې د پلور مخه ونیول شي او د دې سېلو ۹۰۰ کارګر باید بې برخلیکه پاتې نه شي.»

هغه د یوه رسمې مکتوب له لارې یادې ادارې هم څارنوالۍ ته ور وپېژندې.

پژواک د کرنې وزارت له ویاند اکبر رستمي سره اړیکه ونیوه، څو د مرکزي سېلو د موضوع او همدارنګه امریکایي پوهنتو ته د ځمکې ورکولو په اړه د هغه نظر له ځان سره ولري، خو هغه وویل چې اوس مهال په دې اړه معلومات نه لري.

د سوداګرۍ وزارت د یوولسو رییسانو منفکي

د مشرانو جرګې د شکایاتو اورېدو کمېسیون وویل، د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست، د دغه وزارت یوولس عمومي رییسان، په داسې حال کې چې هر یوه یې تجربه او لوړې زده کړې درلودې، بې له دې چې مخکې له مخکې خبرداری ورکړي، له دندو ګوښه کړي او ځیني نور یې چې وړتیا او تجربه نه لري، پر دندو ګومارلي دي.

هغه زیاته کړه چې د شکایتونو اورېدو کمېسیون د دغه وزارت سرپرست څو ځلې رابللی خو نه دی حاضر شوی.

هغه د سوداګرۍ او صنعت وزارت دغه کار د دغه وزارت د کار کوونکو په حق کې تېری وباله او دغه وزارت یې هم د یوه رسمي مکتوب له لارې څارنوالۍ ته ور وپېژاند.

پژواک د یاد وزارت له ویاند سمیر رسا سره هم اړیکه ټینګه کړه څو په دې اړه خپل نظر شریک کړي، خو هغه وخت وغوښت او ویې ویل چې اوس مهال په دې اړه معلومات نه لري.

پر لوړ معاش د پنځلسو مشاورینو ګومارنه

زابلي دغه راز د نن ورځې په ناسته کې د معلوماتو له ورکولو پرته وویل، د پوهنې وزیر میرویس بلخي په دغه وزارت کې ۱۵ کسان د مشاورینو په توګه ټاکلي او له ۱۵۰ تر ۲۰۰زرو افغانیو تنخوا ورکوي.

هغه ادعا وکړه، هغه کسان چې د مشاوینو په توګه په لوړه تنخوا ټاکل شوي، لوړې زده کړې نه لري او د وزیر له نږدې کسانو دي.

زابلي زیاته کړه چې د پوهنې وزیر، د شکایاتو اورېدو کمېسیون ته ځو ځلې استجواب شوی، خو حاضر شوی نه دی، څو په دې اړه ځواب ورکړي.

نوموړي د پوهنې وزیر هم څارنوالۍ ته ور وپېژاند څو د یادو مشاورینو په اړه ځواب ورکړي.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت وویل چې مشاورین په دغه وزارت کې د بېلابېلو اړتیاوو له مخې پر دندو ګومارل شوي او د هغوی تنخواوې هم د دوی د لیاقت، تجربې او خدمت په نظر کې نیولو سره ټاکل شوې دي.

هغه د مشاورینو د تنخواوو ښکاره اندازه ونه ښوده خو ویې ویل چې مشاورین نه یوازې له وزیر، بلکې د دغه وزارت د مشرتابه له هېڅ غړي سره د خپلوۍ اړیکې نه لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement