د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د کډوالو په اړه د ولسمشر د ۳۰۵ ګڼې فرمان پلي کېدو چارې پيلېږي

ننګرهار کې د کډوالو په اړه د ولسمشر د ۳۰۵ ګڼې فرمان پلي کېدو چارې پيلېږي

Oct 14, 2019 - 14:09

جلال اباد (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د کډوالو چارو وزارت مسوولين وايي، د کډوالو او داخلي بېځايه شوو په اړه د ولسمشر د ۳۰۵ ګڼې فرمان د عملي کېدو چارې به ډېر ژر په ننګرهار ولايت کې پيل شي.

کډوالو او راستنېدونکو ته د ځمکو د وېش په برخه کې د پخواني ولسمشر ۱۰۴ ګڼه فرمان د اوسني حکومت له خوا تعدیل او توشېح شوی او پر ۳۰۵ ګڼې فرمان اوښتی دی.

دغه تازه فرمان به مستحق کډوال او داخلي بېځايه شوي د يوې نومرې ځمکې لرونکي کړي او دغه راز به په اسانۍ سره د شهيدو سرتېرو کورنيو ته هم د ځمکې د ورکړې زمينه برابره کړي.

د دغه فرمان د عامه پوهاوي په موخه د تلې په ۲۲مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د کډوالو چارو وزارت له لوري غونډه جوړه شوې وه چې يو شمېر قومي مشرانو، د کډوالو د کورنيو استازو او ولايتي چارواکو په کې برخه اخېستې وه.

د کډوالو چارو وزارت د داخلي بې ځايه شوو او راستنېدونکو کډوالو د برخې رييس رحمت الله حکيمي وويل، د ولسمشر ۳۰۵ ګڼه فرمان هر بې ځايه شوي او له کډوالۍ راستون شوي هېوادوال ته په هر ولايت کې چې استوګنه لري، د اوسېدو د يوې نومرې حق ورکوي.

دی وايي، دغه راز په ياد فرمان کې د شهيدو سرتېرو د کورنيو غړو ته هم د هغوی د خوښې په ولايت کې د نومرې حق ورکوي او سربېره پر دې هغو هېوادوالو ته هم د کور اسناد ورکول کېږي چې له پنځو کلونو ډېره موده يې په کمپ کې تېره کړي وي.

د کډوالو چارو وزارت دغه مسوول ډاډ ورکړ چې ياد فرمان به ډېر ژر په ننګرهار کې عملي شي او پر دې سربېره به دغه ولايت کې د کور او ښار جوړونې وزارت له لوري ۴۰۰۰ کورونه ورغول شي او مستحقو کورنيو ته به ورکړل شي.

له دې مخکې د داخلي بې ځايه شوو او له کډوالۍ راستنو شوو کورنيو او دغه راز د پوځ د وژل شوو سرتېرو کورنيو نه شو کولی چې له خپل اصلي ولايت پرته په بل ولايت کې نومره ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د کډوالو چارو رييس نجيب الله قيومي وويل، دغه ولايت له پاکستان سره په کرښه پروت ولايت دی او کله چې کډوال راستنېږي، ډېری يې همدلته مېشتېږي چې همدا اوس په کې د ۱۷ ولايتونو داخلي بې ځايه شوي او راستنه شوي کډوال مېشت دي.

د هغه په وينا، روان کال هم له يو شمېر ولايتونو ۱۸زره کډوالې کورنۍ ننګرهار ته د نا امنيو له امله را کډه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د کډوالو لپاره ۶۲ ښارګوټي په نظر کې نیول شوي چې له ډلې یې ۳۹ فعال شوي او پاتې نور یې د امنیتي، تخنیکي او د ځمکو د غصب له امله نه دي جوړ شوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement