سرپل (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د سرپل ولایت د ښځو چارو ریاست وايي چې د تېر کال په وروستیو شپږو میاشتو کې په دغه ریاست کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۳۹ پېښې ثبت شوې خو د روان کال په همدې موده کې دغه شمېر ۵۱ ته پورته شوی دی.
د یادې ادارې د رییسې نبیلا حبیبي په خبره، د تېر کال په وروستیو شپږو میاشتو کې ۶ د وژنې پېښې، ۱۳ د وهلو ټکولو، څلور د ځورونې، ۶ د جنسي تېري، ۳ د سپکاوي او رټلو، یوه د ځان وژنې، یو مورد فحشا ته د اړ ایستلو، یو مورد په زور د ودلو او یو مور د مرګ د ګواښلو په اړه ثبت شوي وو.
خو د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه شمېرو تغییر کړی او شپږ د وژنې موارد، ۲۱ د وهلو ټکولو موارد، پنځه د جبري ګوښه توب، څلور د مرګ د ګواښ موارد، اته د ځورونې موارد، څلور د جنسي تېري د ادعا موارد، یو د دوکې مورد، یو د ځان وژنې مورد او یو د سپکاوي او رټلو مورد شامل دی.
حبیبي په ډاګه کړه چې په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لوی لامل جبري ودونه، په کم عمر واده، بېسوادي، ناسم فرهنګ او پر نشه يي توکو د نارینه روږديتوب دی.
هغې وویل، نارینه د اقتصادي ستونزو له امله بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران ته د کار لپاره ځي، خو هلته په نشته يي توکو روږدي کېږي چې د ښځو د اوږو بار ګرځي او له امله یې په کورنۍ کې تاوتریخوالی او ستونزې رامنځته کېږي.
په ورته وخت کې په سرپل کې د ښځو د حقونو فعال ګلاب سعیدي د ښځو پر وړاند د تاوتریخوالي لاملونه بېوزلي، بېسوادي، د ځینو بهرنیو سریالونو لیدل، له ټولنیز شبکو څخه ناسمه استفاده او له خپلو حقونو څخه د ښځو خبرېدل ګڼي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن