ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په قلعه زال کې د مخابراتي شبکو نه فعالیت خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

د کندوز په قلعه زال کې د مخابراتي شبکو نه فعالیت خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

author avatar
15 Oct 2019 - 16:25
د کندوز په قلعه زال کې د مخابراتي شبکو نه فعالیت خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي
author avatar
15 Oct 2019 - 16:25

کندوز ښار (پژواک، ٢٣ تله ٩٨): د کندوز د قلعه زال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالۍ کې له تېرو درېيو اوونيو راهيسې مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي چې له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د قلعه زال ولسوالۍ د بازار اوسېدونکي عارف الله د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ټاکنو يوه اوونۍ مخکې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه بند کړي دي.

ده زياته کړه: ((سخت په مشکل کې يو، هره شېبه زنګ ته اړتيا پيدا کېږي، هغه خلک خو بيا ډېر په مشکل کې دي چې خپلوان يا د کورنۍ غړي يې په نورو ولايتونو او يا هم له هېواده بهر دي.))

دغه راز د همدې ولسوالۍ د صالح اباد سيمې اوسېدونکي نعيم خان بيا پر اړوند ادارو نيوکه کوي چې د درېيو اوونيو په تېرېدو سره يې تر اوسه د دې ولسوالۍ مخابراتي ستونزه نه ده هواره کړې.

هغه وايي: ((برېښنا نه لرو، سړک نه لرو، يواځې ټيلېفون کار کاوه، اوس هغه هم کار نه کوي، نه پوهېږم چې موږ هم د افغانستان اوسېدونکي يو که کوم بل هېواد پورې اړه لرو.))

همدارنګه د کندوز په ولايتي شورا کې د قلعه زال استازي توريال کاکړ هم وويل چې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې کار نه کوي، بايد هر څه ژر دغه ستونزه هواره شي.

ده وويل: ((په دې اړه موږ د خلکو اندېښنې له حکومتي مسوولينو سره شريکې کړې او هغوی يې موږ ته د حل لپاره ژمنه راکړې.))

د يادې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د يادې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.

د يادو څرګندونو په اړه د کندوز د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس اخترمحمد صافي پژواک ته وويل چې طالبانو د ټاکنو په ورځ د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې مخابراتي پايې سوځولې او تر اوسه يې د بېرته جوړولو اجازه نه ده ورکړې.

ده له خلکو غوښتنه وکړه چې په دې اړه له طالبانو سره خبرې وکړي څو دغه ستونزه يې هواره شي.

هغه زياته کړه: ((خلک دې له طالبانو سره خبرې وکړي، مخابراتي شبکې اماده دي چې خپل فعاليتونه بېرته پيل کړي.))

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ټاکنو په ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له خوا د مخابراتي شبکو ۴۹ انتنونه سوځول شوي او د مخکنۍ ژمنې پر اساس حکومت مکلف دی دغه تاوان چې نږدې پنځه میلیونه ډالر کېږي، جبران کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.