ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو نړیوال سازمان له افغانستان سره ٣٠ میلیونه ډالره مرسته کوي

د کډوالو نړیوال سازمان له افغانستان سره ٣٠ میلیونه ډالره مرسته کوي

author avatar
15 Oct 2019 - 17:45
د کډوالو نړیوال سازمان له افغانستان سره ٣٠ میلیونه ډالره مرسته کوي
author avatar
15 Oct 2019 - 17:45

کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٨): د کډوالۍ نړیوال سازمان او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ترمنځ  بېځایه شوو او راستنېدونکو کورنیو ته د رسېدنې په موخه د دېرش میلیونه ډالرو مرستې هوکړه لیک لاسلیک شو.

د اجرائيه رياست له خوا د تلې په ٢٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد هوکړه د لاسليک په مراسمو کې د هېواد اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم حضور درلود.

سرچينې زياته کړې، له دې مخکې د عبدالله په مشرۍ ځانګړې ناسته وشوه چې په کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د تېرو جلسو په اړه مفصل رپوټ وړاندې کړ او زیاته یې کړه چې له بېځایه شوو کورنیو سره تر دې دمه ټولې بېړنۍ مرستې ترسره شوې دي .

دغه راز نوموړي له کډوالو او بېرته راستنېدونکو سره د ژمنیو مرستو مشترکې ستراتیژۍ په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې وویل چې ٥٢زره بېځایه شوې کورنۍ د ژمنیو مرستو لپاره بېړنۍ اړتیا لري.

بلخي وویل چې د افغانستان مالیې وزارت له ٥٢زره بېځایه شوو کورنیو سره د مرستو توان نه لري، مالیې وزارت دمګړۍ یواځې د ١٥زره کورنیو لپاره بودجه لري او پاتې ٣٧زره کورنۍ د بودجي له نه شتون سره مخ دي.

د کډوالو چارو وزیر وړاندیز وکړ چې له ٤٢زره اړو کورنیو سره دې ژر تر ژره ژمنۍ مرستې وشي، څو بېرته خپلو اصلي مېنو ته د د هغو د لېږد په برخه ګټور تمام شي .

بلخي وویل، تر اوسه په ٢٠١٩ کال کې د بېځایه شوو کسانو شمېر ٤٩٥٠٩٦ تنو ته رسېږي چې  ١٩٨٢٣٣ یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.

اجرائيه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې ټولې ادارې باید په ګډه کار وکړي او د ژمنیو مرستو د مشترکې ستراتیژۍ په برخه کې دې له مالیې وزارت سره د بودجې د تامین لپاره ناستې وکړي او دا مسئله دې حل شي.

هغه زياته کړه، د ژمي موسم له را رسېدو سره حکومتي مسوولې ادارې د راستنېدونکو او کډوالو کورنیو لپاره بشپړ چمتووالی ولري او اړوندو ادارو ته یې هدایت ورکړ چې خپلې غوښتنې له ملي پلان سره بشپړې او د کډوالو چارو وزارت په مشرۍ دې د دغه پلان د نهايي کېدو په اړه ناستې وکړي او خپل رپوټ دې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.

د يادې غونډې په پاى کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او د کډوالۍ لپاره له نړیوالې IOM  ادارې سره د ٣٠ میلیونه ډالرو په ارزښت د بې ځایه شوو او بېرته راستنېدونکو کورنیو لپاره هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.