کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٨): د ناټو سرمنشي وايي چې طالبان بايد د سولې په خبرو کې رښتينى نرمښت وښيي، خو زياتوي، له بده مرغه هغوى لا هم تاوتريخوالي ته ادامه ورکوي.
د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون په لندن کې د پارلمان غونډې ته په خپله وينا کې کړې دي.
په دې غونډه کې د افغانستان د ملي شورا پنځه کسيز پلاوي هم ګډون درلود.
هغه زياته کړې، دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې ناټو خپله ٧٠مه کليزه نمانځي او د برلين دېوال د غورځېدو ٣٠ کاله بشپړېږي.
د ناټو سرمنشي وويل، له سړې جګړې وروسته دغه سازمان د يوې نوې ډيموکراسۍ لپاره هلې ځلې کړې او ګڼ شمېر هېوادونه له دغه سازمان سره يو ځاى شوي دي.
سټولټنبرګ وايي، د نورو دښمنانو ترڅنګ ناټو په عراق او سوريه کې د داعش ډلې پر ضد برياوې ترلاسه کړې دي.
هغه په خپله وينا کې د ناټو سازمان ته د متوجه ننګونو، ستونزو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه يادونه وکړه او ويې ويل چې درې مياشتې به په لندن کې د ناټو سرمشريزه غونډه کې پرې هر اړخيزې خبرې وشي.
د ناټو سرمنشي افغانستان ته په اشاره وويل، پر امريکا د سپتمبر د ۱۱مې له بريدونو وروسته چې د سولې او ډيموکراسۍ پر ضد بريدونه وو، ټول متحدين د ګډ دښمن پر ضد اوږه په اوږه له افغانستان سره ودرېدل.
هغه زياته کړې: ((د دې لپاره چې د افغانستان امنيت پياوړى شي، سوله تامين شي او ځواکونه يې د نړيوالو ترهګرو پر ضد ښه وجنګېږي، ناټو به په دغه هېواد کې ماموريت لري.))
د ناټو سرمنشي د افغان ملي او دفاعي ځواکونو او افغانانو ستاينه وکړه چې په ١٩ کلونو کې يې لاسته راوړنې درلودلې دي او په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې يې د خپل حق لپاره د رايو مرکزونو ته ولاړل.
سټولټنبرګ وويل، ناټو د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي او يو ځل بيا به د سولې د خبرو اترو د پيلېدو هرکلى وکړي.
خو هغه له طالبانو وغوښتل چې د سولې په خبرو کې نرمښت وښيي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن