ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۱۵۰ تنه په درنو کارونو بوختو ماشوماتو ته د زده کړې زمينه برابره شوه

ننګرهار کې ۱۵۰ تنه په درنو کارونو بوختو ماشوماتو ته د زده کړې زمينه برابره شوه

author avatar
15 Oct 2019 - 20:30
ننګرهار کې ۱۵۰ تنه په درنو کارونو بوختو ماشوماتو ته د زده کړې زمينه برابره شوه
author avatar
15 Oct 2019 - 20:30

جلال اباد (پژواک ۲۳ تله ۹۸): په ننګرهار کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د ماشومانو د خوندیتوب مرستندويه ټولنې په مالي لګښت ۱۵۰ تنه کوچنیان له درنو کارونو خلاص او کورنيو ته يي کوچني کارونه برابرشو.

 له درنو کارونو خلاص شوي کوچنیان وايي، له دې وروسته به په ښوونځيو کې زده کړې کوي او هڅه به وکړي چې په راتلوونکي کې ټولنې ته خدمت وکړي.

په همدې حال کې د يادو کورنیو غړو هم ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به په خپلو کوچنیانو سخت او درانه کارونه نه کوي او ښوونځيو ته به يي د زده کړو لپاره استوي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د تلې په ۲۳مه په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې وويل، ياد ماشومان د کوچنیانو د خوندیتوب مرستدویه ادارې په مالي مرسته د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکیو په بیلابیلو سیمو کې له درنو او سختو کارونو خلاص او کورنیو ته يي کوچني کاروبارونه جوړ شول.

ده   په ټولو شتمنو غږ وکړ، چې په ټولنه کې د بنسټيز بدلون د رامنځته کېدو په موخه دې په درنو کارونو له بوختو ماشومانو سره مرسته وکړي.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریيس عبدالحکیم وايي، دوی د دې کوچنیانو ترڅنګ په دغه ولایت کې د ځينو نورو پروژو په لړ کې هم د ورته کورنیو سره مرسته کوي، ترڅو کوچنیان مسلکي زده کړی وکړي او په راتلوونکي کې ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځي.

په همدې حال کې د يادو کوچنیانو کورنۍ له دوی سره له مرستې د مننې تر څنګ ژمنه کوي، چې په خپلو کوچنیانو به زده کړې کوي.

له دې ډلې خان اغا وويل، له مجبورۍ يې خپلو اولادونو باندې کارونه کول، خو اوس چې ورته د کار زمينه برابره شوه؛ نو خپلو اولادونو باندې به زده کړې کوي.

ياد کوچنیان هم خوښ دې، چې  د زده کړي زمینه ورته برابره شوه او وایي هڅه به يي دا وي چې په راتلونکي کې خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

صاديه چې جلال اباد ښار کې يې د خلکو بوټونه رنګول وايي، کار يې ډير ستونزمن و؛ نو ځکه خو ورته اوسنی نوی ژوند ډير بختور ښکاري.

دا په داسې حال کې دی، چې لا هم سلګونه کوچنیان په جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې د خښتو په بټيو او تورخم ښارګوټي کې په درنو او شاقه کارونو بوخت دي.                         

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.