د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بغلان کې د څو زره افغانیو پور له امله د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي

بغلان کې د څو زره افغانیو پور له امله د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي

Oct 15, 2019 - 12:17

پلخمري (پژواک، ۲۳ تله ۹۸): د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ جګړه کې د يوې ښځې په ګډون د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د بورې فابريکي د څلورم سړک سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته څو وسله والو کسانو د خلازيو کلي د ازبک باى پر کور بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د يوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او دوه نور سخت ټپيان دي.

ده زياته کړه: ((د خپلوانو په وینا یې،  پېښه  د ۱۸۰۰۰  افغانیو پور له امله چې دوو د تره زامنو په ایران هېواد کې ګډ کار کړی و، رامنځته شوې، خو معلومه نه ده چې برید یې د تره د زوی له خوا شوی او که نور وسله وال یې ورته لمسولي دي.))

دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ملکي روغتون د جراحي څانګې ډاکتر خلیل نرمګوی وايي چې له يادې پېښې د يوې مېرمنې په ګډون درې مړي او دوه ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

ده وويل: ((دغه پنځه واړه د یوې کورنۍ غړي دي چې عمرونه یې له ۴۵ نه تر ۶۰ کالو اټکل شوى دى.))

نرمګوى زياته کړه چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه و؛ نو ځکه د درملنې په موخه د کندوز ولايت ملکي روغتون ته انتقال کړاى شول.

په ورته وخت کې د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې دغه پېښه کې د څو زره افغانيو پور له امله رامنځته شوې ده.

ده هم وويل چې په پېښه کې د يوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

بشارت زياته کړه چې پوليسو د قاتلينو د نيولو هڅې پيل کړې دي.

بل لور ته د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې د هدفي وژنو کچه لوړه شوې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement