د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې د افغانستان او منځنۍ اسيا هيوادونو تر منځ د اړيکو پراختيا په موخه کنفرانس جوړ شو

بلخ کې د افغانستان او منځنۍ اسيا هيوادونو تر منځ د اړيکو پراختيا په موخه کنفرانس جوړ شو

Oct 15, 2019 - 20:23

مزارشريف ( پژواک، ۲۳تله، ۹۸): بلخ کې د افغانستان او منځنۍ اسيا هيوادونو تر منځ د اړيکو پراختيا په موخه جوړ شوي کنفرانس کې ټینګار وشو چې د سیمی د اتصال لپاره باید د منځنۍ او جنوبي اسيا هيوادونه له افغانستان سره اړینې مرستې وکړي.

ياد کنفرانس د افغانستان د چارو ادارې په نوښت د تلې مياشتې په ۲۳مه، مزارشريف کې جوړ شوی وو، چې د افغان چارواکو سربېره پکې د منځنۍ اسيا هيوادنو يو شمېر استازو هم ګډون کړی وو.

په دغه کنفرانس کې ټينګار په دې وو، چې سيمه ييز هيوادونه بايد په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ جوړېدو لپاره د مالي امکاناتو برابرېدو په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستيال عبدالباري صديقي وويل، چې افغانستان د خپل مهم جغرافيايي موقعيت له پلوه د منځنۍ او جنوبي اسيا تر منځ د اړیکو د پل حيثيت لري.

هغه زياته کړه، چې افغانستان د خپل داخلي اقتصاد او همدا راز د سيمه ييزو هيوادونو د اقتصادي پراختيا لپاره په مناسب ځای بدل شوی دی.

نوموړي وويل، چې د منځنۍ او جنوبي اسيا هيوادونو تر منځ د اړيکو پراختيا لپاره اړتيا ده، چې افغانستان کې د ټرانسپورټي بنسټونو او همدا راز اوسپنې پټلۍ جوړېدو په برخه کې پانګونه وشي.

د هغه په وينا دا مهال د افغانستان له پنځوس سلنې ډېر واردات له حيرتان بندر څخه کېږي.

 صديقي وایي، چې افغانستان د بلخ له مرکز مزار نه هرات ته د ۶۵۷ کېلومټره په اوږدو کې د رېل پټلۍ چارې تر لاس لاندې لري چې شاوخوا ۲،۲ مليارډه ډالر لګښت پرې راځي.

هغه زیاته کړه چې ازبکستان په دې برخه کې د ۵۰۰ مليون ډالرو مرستې ژمنې کړې.

د هغه په وينا د يادې پروژې په بشپړېدو سره د افغانستان اقتصادي وده لس سلنه لوړېږي.

بلخ کې د ازبکستان مرستيال قونسل عبدالستار ميرزايوف وويل، چې ياد کنفرانس د اقتصادي او سوداګريزو امکاناتو په اړه د نظرياتو د تبادلې په موخه جوړ شوی او موخه يې د افغانستان او منځنۍ اسيا هيوادنو تر منځ د اړيکو پراخېدل دي.

ده زياته کړه، چې د افغانستان او ازبکستان خلک له پخوا زمانو څخه په اړيکه کې دي او په دې وروستيو کې دغه اړيکې يو ځل بيا پیاوړې شوي دي.

د هغه په خبره له افغانستان سره د اړيکو پراختيا د ازبکستان د دولت په لومړيتوبونو کې ځای لري.

هغه زياتوي، چې ازبکستان له افغانستان سره سياسي، اقتصادي، سوداګرۍ او فرهنګي برخو کې همکاريو ته ژمن دی.

ده ژمنه وکړه، چې ازبکستان به له افغانستان سره د مزارشريف – هرات تر منځ د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

بلخ کې د ازبکستان مرستيال قونسل وويل، چې د سيمي د اتصال لپاره اړتيا ده څو د منځنۍ او جنوبي اسيا هيوادونه له افغانستان سره خپلې هر اړخيزې همکارۍ زياتې کړي.

په ورته مهال د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر هم  وويل، چې د افغانستان حکومت له خپلو ټولو ګاونډيو هيوادونو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی.

هغه وويل، د افغانستان حکومت غواړي چې له د سیمې له هيوادونو سره د اړيکو په پراخېدو سره د سيمه ييزې سوداګرۍ رشد ته زمينه برابره کړي.

په ياد پروګرام کې د افغانستان د کرنې وزارت مرستيال عبدالهادي رفيعي هم خبرې وکړې او له منځنۍ اسيا سره د اړيکو پراختيا يې د افغانستان د زراعتي ودې لپاره مهمه وګڼله.

هغه وويل چې پخوا افغانستان په ختيځ کې يواځې پر يوه هيواد متکي و؛ خو اوس له منځنۍ اسيا هيوادونو سره د اړيکو په پراخېدو ياده ستونزه حل شوې ده.

د ياد کنفرانس ګډونوالو ټينګار وکړ، چې د افغانستان او منځنۍ اسيا هيوادونو د توليداتو پېژندنې او بازار موندنې لپاره اړتيا ده چې لوی نندارتونونه جوړ شي او همدا راز سوداګرو ته په يادو هيوادونو کې د پانګونې زمينه برابره شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement