کابل (پژواک، ۲۳ تله ۹۸): د دولت وسله والو مخالفينو د ټاکنو په ورځ د هېواد په مختلفو ولایتونو کې ۴۹ مخابراتي انتنونه سوځولي او حکومت د مخکنۍ هوکړې له مخې د هغه پر تاوان ورکولو مکلف دی چې څلور اعشاریه نهه ميلیونه ډالره کېږي.
مشرانو جرګې نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محمد فهیم هاشمي په ځینو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د فعالیت په ځانګړې توګه د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ د قطع کېدو له امله دې جرګې ته رابللی و.
د جرګې یوشمېر غړو، په ځینو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د انتنونو پر قطع کېدو نیوکې وکړې او د هغو د قطع کېدو په تړاو یې معلومات غوښتي.
د مخابراتو وزارت سرپرست وویل چې په یوشمېر ولایتونو کې د شپې له خوا په ځانګړې توګه د ټاکنو پر ورځ د مخابراتي شبکو د پرې کېدو اصلي لامل د دولت وسله وال مخالفين په ځانګړي ډول طالبان دي.
هاشمي وویل: «اصلي پوښتنه داده چې شرکتونه ولې د مخالفینو غوښتنې مني؟ د دولت مخالفینو له ټاکنو یوه ورځ وړاندې په یوه خبر پاڼه کې ټولو مخابراتي شبکو ته خبر ورکړی و څو په ټول هېواد کې د ټاکنو په ورځ خپل فعالیت ودروي او د دغه کار د نه کولو په صورت کې انتنونه سوځوي.»
هاشمي زیاته کړه چې د افغانستان حکومت د مخالفینو له دغه خبرداري وروسته د مخابراتي مسوولانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې وویل چې که د مخالفینو غوښتنه ومني، له مخالفینو شمېرل کېږي.
ده وویل: «وروسته له شرکتونو سره هوکړې ته ورسېدو چې هرڅه کېږي، د ټاکنو په ورځ د انتنونه نه پرې کوي او که تاسو ته تاوان اوړي، حکومت یې ورکولو ته تیار دی.»
د مخابراتو وزارت سرپرست وویل: «د ټاکنو په ورځ د مخالفینو د سلګونو بریدونو ۴۹ شبکه یي انتنونه وسوځول شول؛ خو په عمومي توګه د ټول هېواد په کچه مخابراتي شبکې نه وې قطع شوې.»
هغه زیاته کړه چې د هر انتن نصب او منتاژ، سل زره امریکایي ډالر لګښت ته اړتیا لري.
د نوموړي په خبره، اوس مهال په هېواد کې اته زره مخابراتي انتنونه موجود دي چې دا مهال یې امنیتي ځواکونه د امنیت ساتنې توان نه لري.
خو هغه د جزیياتو له ورکولو پرته وویل، د مخابراتي انتنونو د امنیت د تامین لپاره، امنیتي ستراتیژي جوړه شوې چې له تصویب او عملي کولو وروسته به یې د مخابراتي سایټونو ستونزې حل شي.
دده په خبره، د مخابراتي شبکو د ستونزو د حل کېدو په صورت کې به د ټيلېفوني اړیکو بیه هم کمه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن