د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندوز په قلعه زال کې د مخابراتي شبکو نه فعالیت خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

د کندوز په قلعه زال کې د مخابراتي شبکو نه فعالیت خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

Oct 15, 2019 - 16:25

کندوز ښار (پژواک، ٢٣ تله ٩٨): د کندوز د قلعه زال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالۍ کې له تېرو درېيو اوونيو راهيسې مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي چې له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د قلعه زال ولسوالۍ د بازار اوسېدونکي عارف الله د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ټاکنو يوه اوونۍ مخکې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه بند کړي دي.

ده زياته کړه: ((سخت په مشکل کې يو، هره شېبه زنګ ته اړتيا پيدا کېږي، هغه خلک خو بيا ډېر په مشکل کې دي چې خپلوان يا د کورنۍ غړي يې په نورو ولايتونو او يا هم له هېواده بهر دي.))

دغه راز د همدې ولسوالۍ د صالح اباد سيمې اوسېدونکي نعيم خان بيا پر اړوند ادارو نيوکه کوي چې د درېيو اوونيو په تېرېدو سره يې تر اوسه د دې ولسوالۍ مخابراتي ستونزه نه ده هواره کړې.

هغه وايي: ((برېښنا نه لرو، سړک نه لرو، يواځې ټيلېفون کار کاوه، اوس هغه هم کار نه کوي، نه پوهېږم چې موږ هم د افغانستان اوسېدونکي يو که کوم بل هېواد پورې اړه لرو.))

همدارنګه د کندوز په ولايتي شورا کې د قلعه زال استازي توريال کاکړ هم وويل چې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې کار نه کوي، بايد هر څه ژر دغه ستونزه هواره شي.

ده وويل: ((په دې اړه موږ د خلکو اندېښنې له حکومتي مسوولينو سره شريکې کړې او هغوی يې موږ ته د حل لپاره ژمنه راکړې.))

د يادې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د يادې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.

د يادو څرګندونو په اړه د کندوز د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس اخترمحمد صافي پژواک ته وويل چې طالبانو د ټاکنو په ورځ د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې مخابراتي پايې سوځولې او تر اوسه يې د بېرته جوړولو اجازه نه ده ورکړې.

ده له خلکو غوښتنه وکړه چې په دې اړه له طالبانو سره خبرې وکړي څو دغه ستونزه يې هواره شي.

هغه زياته کړه: ((خلک دې له طالبانو سره خبرې وکړي، مخابراتي شبکې اماده دي چې خپل فعاليتونه بېرته پيل کړي.))

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ټاکنو په ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له خوا د مخابراتي شبکو ۴۹ انتنونه سوځول شوي او د مخکنۍ ژمنې پر اساس حکومت مکلف دی دغه تاوان چې نږدې پنځه میلیونه ډالر کېږي، جبران کړي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د ټاکنو په ورځ طالبانو د کندوز او بغلان ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د مخابراتي شبکو فعاليتونه بند کړي وو.

د يادونې ده، قلعه زال د کندوز له نا امنو ولسواليو ده چې په تېرو درېيو کلونو کې درې ځلې طالبانو نيولې او دا مهال يې شاوخوا نوي سلنه خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement