د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناټو: د طالبانو له خوا تاوتريخوالى سولې ته د هغوى نه ژمنتيا ښيي

ناټو: د طالبانو له خوا تاوتريخوالى سولې ته د هغوى نه ژمنتيا ښيي

Oct 15, 2019 - 13:24

کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٨): د ناټو سرمنشي وايي چې طالبان بايد د سولې په خبرو کې رښتينى نرمښت وښيي، خو زياتوي، له بده مرغه هغوى لا هم تاوتريخوالي ته ادامه ورکوي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون په لندن کې د پارلمان غونډې ته په خپله وينا کې کړې دي.

په دې غونډه کې د افغانستان د ملي شورا پنځه کسيز پلاوي هم ګډون درلود.

هغه زياته کړې، دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې ناټو خپله ٧٠مه کليزه نمانځي او د برلين دېوال د غورځېدو ٣٠ کاله بشپړېږي.

د ناټو سرمنشي وويل، له سړې جګړې وروسته دغه سازمان د يوې نوې ډيموکراسۍ لپاره هلې ځلې کړې او ګڼ شمېر هېوادونه له دغه سازمان سره يو ځاى شوي دي.

سټولټنبرګ وايي، د نورو دښمنانو ترڅنګ ناټو په عراق او سوريه کې د داعش ډلې پر ضد برياوې ترلاسه کړې دي.

هغه په خپله وينا کې د ناټو سازمان ته د متوجه ننګونو، ستونزو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه يادونه وکړه او ويې ويل چې درې مياشتې به په لندن کې د ناټو سرمشريزه غونډه کې پرې هر اړخيزې خبرې وشي.

د ناټو سرمنشي افغانستان ته په اشاره وويل، پر امريکا د سپتمبر د ۱۱مې له بريدونو وروسته چې د سولې او ډيموکراسۍ پر ضد بريدونه وو، ټول متحدين د ګډ دښمن پر ضد اوږه په اوږه له افغانستان سره ودرېدل.

هغه زياته کړې: ((د دې لپاره چې د افغانستان امنيت پياوړى شي، سوله تامين شي او ځواکونه يې د نړيوالو ترهګرو پر ضد ښه وجنګېږي، ناټو به په دغه هېواد کې ماموريت لري.))

د ناټو سرمنشي د افغان ملي او دفاعي ځواکونو او افغانانو ستاينه وکړه چې په ١٩ کلونو کې يې لاسته راوړنې درلودلې دي او په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې يې د خپل حق لپاره د رايو مرکزونو ته ولاړل.

سټولټنبرګ وويل، ناټو د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي او يو ځل بيا به د سولې د خبرو اترو د پيلېدو هرکلى وکړي.

خو هغه له طالبانو وغوښتل چې د سولې په خبرو کې نرمښت وښيي.

ده زياته کړې: ((له بده مرغه موږ ګورو چې طالبان تاوتريخوالي ته نه خلاصېدونکې ادامه ورکوي.))

د ناټو سرمنشي وايي، د طالبانو کړنې سولې ته د هغوى نه ژمنتيا په ډاګه کوي او د تاوتريخوالي کمېدل هم د با اعتباره سولې د ضمانت د اړتيا څرګندونه کوي. "

د هغه په وينا، ناټو له افغانستان سره دوامداره همکاريو ته ژمنه ده څو دغه هېواد يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement