ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما: پر ټاکنيز بهیر په شوو بریدونو او چاودنو کې ۴۵۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یوناما: پر ټاکنيز بهیر په شوو بریدونو او چاودنو کې ۴۵۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
15 Oct 2019 - 20:11
یوناما: پر ټاکنيز بهیر په شوو بریدونو او چاودنو کې ۴۵۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
15 Oct 2019 - 20:11

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۹۸): د یوناما موندنې ښيي، پر ټاکنيز بهیر په شوو بریدونو کې ۴۵۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او يواځې د ټاکنو په ورځ ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴۹ ټپیان دي چې یو پر درېیمه یې ماشومان دي.

د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د تلې په شپږمه ټاکنې ترسره شوې؛ خلکو په دغو ټاکنو کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي پلاوي (یوناما) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ټاکنو اړوند تاوتریخوالي، په ځانګړي ډول په قصدي توګه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ګډوډولو په موخه د طالبانو له خوا د وېرې او تاوتریخوالي کمپاین پر ملکي وګړو سخت اغېز کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د یوناما موندنې ښیي چې پر ټاکنیز بهیر په شوو بریدونو کې ۴۵۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۸۵ وژل شوي او ۳۷۳ ټپیان دي.

سرچينه زياتوي، له يادې مرګ ژوبلې يواځې د ټاکنو په ورځ ۲۷۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۲۸ تنه په کې وژل شوي او ۲۴۹ ټپیان دي، چې یو پر درېیمه یې ماشومان جوړوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: "دغه رپوټ نه یوازې ملکیانو ته د ټاکنو ګډوډولو په موخه د طالبانو له تاوتریخوالي ډکو بریدونو پر مټ ور اوښتي زیانونه، چې ۸۰ په سلو کې یې د ټاکنو اړوند ملکي مرګ ژوبله ده، مستند کړي؛ بلکې د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال او د ټاکنو په ورځ یې د طالبانو له خوا د ملکي افرادو پر وړاندې د تښتونو، ګواښونو، ډارونې او ځورونې نمونې هم په ګوته کړې دي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي: "دغه بریدونه او د طالبانو له خوا خپره شوې رسمي اعلامیه ښیي چې دوی په قصدي ډول وغوښتل ټاکنیز بهیر وننګوي او افغانان له وېرې  پرته په ازاد ډول په دغه مهم سیاسي بهیر کې د برخې اخیستو له حق څخه محروم کړي."

هغه زياتوي: "ډېر افغانان په داسې حال کې چې د بریدونو له ګواښ سره مخ وو، خپله رایه یې ورکړه، چې زه د دغه زړور عمل ستاینه کوم."

سرچينه ليکي، پر ټاکنیزو مرکزونو بریدونه، ملکي وګړو ته خبرداری ورکول چې په ټاکنو کې برخه وانه خلي، د نړیوال بشردوستانه قانون پر اساس منع شوی دی.

په افغانستان کې د یوناما مشر وايي: "د رایې ورکوونکو، د ټاکنو د کارکوونکو، کمپاین کوونکو، د ټاکنیزو غونډو او د رایې ورکولو مرکزونو پر وړاندې په قصدي ډول د تاوتریخوالي د عمل ترسره کول په بشپړ ډول د نه منلو وړ دی."

دی زياتوي، پر ملکي وګړو پراخ یا سیستماتیک بریدونه ممکن د بشریت پر وړاندې جنایت وبلل شي او دغه کار ملګري ملتونه غندي.

سرچينه زياتوي، د بشري حقونو نړیوال قانون پر اساس، هر شخص حق لري چې له تبعیض او منطقي محدودیت پرته په عامه چارو کې برخه واخلي، رایه ورکړي، حکومت ته انتخاب شي؛ ټول اتباع، که هغه رایې ورکوونکي دي، که کاندیدان دي او یا د ټاکنو اړوند کارکوونکي، حق لري چې د ټاکنو د ټول بهیر په هره برخه کې له وېرې خوندي وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.