ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جاپان څه باندې اووه ميليون ډالره مرسته کوي

author avatar
16 Oct 2019 - 18:45
author avatar
16 Oct 2019 - 18:45

کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٨): جاپان د کیفیت د ښه والي او د ګړندۍ غیر رسمي زده کړې برنامې (ANEP)  ته وده ورکولو پروژې لپاره نږدې ٧.٢ میلیون ډالر مرسته کوي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې چې په کابل کې د چاپان له سفارت څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، بيان شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کیفیت د ښه والي او د ګړندي غیر رسمي زده کړې برنامې (ANEP) د ودې ورکولو د پروژې لپاره یو نوی تړون نن د جاپان حکومت او ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (UNESCO) ترمنځ په کابل کې د جاپان په سفارت کې لاسلیک شو.

سرچينه کاږي، د دې نوې پروژې اصلي هدف د بدیلو زده کړو له لارې د ګړندۍ زده کړې په چوکاټ کې د غیر رسمي او سواد زده کړې معیار او موثریت پیاوړي کول دي. دا پروژه به د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معینیت او یونسکو له خوا په درېیو کلونو (2019-2022) کې په ګډه پلې شي، چې په افغانستان کی به د سواد زده کړې کورسونو او د ازمایښتي ګړندۍ زده کړې مرکزونو په جوړولو او د لویانو لپاره د ٧٠ ښونځیو مسلکي کولو باندې تمرکز وکړي.

سرچينه زياتوي، دا پروژه به د افغانستان د سولې او پرمختګ ملی چوکاټ (ANPDF)، د افغانستان د پوهنې ملي ستراتېژيNESPIII))، د بې سوادۍ د کمښت لپاره د ملي یووالي کړنلارې او د تلپاتی پراختیایي موخو(SDG) ژمنو پوره کولو روانې هڅې، په ځانګړي توګه د دوامدارې سولې، فقر کمول او اقتصادي ودې به پیاوړي کړي. همدارنګه به د سواد زده کړې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې چې په ځانګړي توګه د ELA برنامې د لارې شوي وساتي.

سرچينه وايي، دغه کار به د یونسکو له خوا د پوهنې وزارت او د سواد زده کړې معینیت د اړوندو څانګو په نږدې همکارۍ پلي شي. د دې پروژې ملاتړ د جاپان دولت له خوا کیږي چی د پلي کېدو لپاره یې 7.2 میلیونه ډالر مرسته کوي.

د پوهنې وزیر بلخي د جاپان حکومت د پوهنې سکتور ته د تمویل د نوي پړاو هرکلی وکړ او ویې ویل، د ګړندي غیر رسمي زده کړې برنامې (ANEP . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.