جلال اباد (پژواک، ٢٤ تله ٩٨) : د لغمان ولايت داليشنګ ولسوالۍ ودانۍ مخې ته د موټر بم ځانمرګي بريد له امله دوه کسان وژل شوي او ٢٦ نور ټپيان دي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولت زي د تلې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد نن سهار په څه کم شپږو بجو شوى دى.
هغه زياته کړه چې ځانمرګي بريدګر د ولسوالۍ ودانۍ مخې ته پر عمومي سړک له قرا ول سره خپل موټر ته چاودنه ورکړې ده.
نوموړي وويل چې په دغه بريدکې دوه سرتېري وژل شوي او شپږ نور سرتېري ټپيان دي.
د والي وياند دغه راز وويل، ولسوالۍ ته نږدې یوه دیني مدرسه او جومات و،چې د چاودنې د شدت له امله په زده کوونکو باندې د ښېښو راپرېوتو له امله تر ۲۰ پورې زده کوونکي هم ټپیان شوي.
د دولتزي په وينا، ټپیان ټول د مهترلام ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.
د سيمې يو اوسېدونکی وايي، د بريد له امله هلته يوې مدرسې، د پوليسو يوې پوستې او شاوخوا کورونو ته زيان اوښتى دى.
ددې بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن